کور / تازه خبرونه / پوليس وايي چي اکبر بای يې بيرته راخلاص کړی دی

پوليس وايي چي اکبر بای يې بيرته راخلاص کړی دی

کابل پوليس وايي چې دترکتبارانو دټولني مشر اکبرباي يي چي تيره شپه دکابل ښار دوزير اکبرخان ميني څخه ددوستم دوسله والو لخوا تښتول شوي وو بيرته راخلاص کړ


 


دامنيه قومندانۍ دجنايي جرمونو پروړاندې دمبارزې اوتحقيقاتو دچارو مشر مل پاسوال عليشاه پکتياوال وايي چي تيره شپه ددوستم شاوخا ٧٠تنو داکبرباي په کور حمله کړي وه اوهغه يي له خپل کورڅخه تښتولي وو اوددوستم په کورکي يي يرغمل کړي وو .


پکتياوال ويل چي دتيري يوي بجي راپديخوا يي عمليات پيل کړل اوترسهار پوري يي ددوستم له کورڅخه اکبرباي ژوندي راويست .


اکبرباي چي ددوستم په مشري دملي جنبش په نوم دګوند دپخوانيو ملګرو څخه وو دروان کال په پيل کي دترکتبارانو په نوم يواجتماعي سازمان دعدلي په وزارت کي راجستر کړ اوپه کابل او شمالي ولايتونو کي دغونډو په جوړولو لاس پوري کړ .


 


ددوستم اواکبر باي ترمنځ څو مياشتي وړاندې هم په کابل کې يو اخ ډب رامنځ ته شوي وو چې دپوليسو په همکاري سره پاي ته رسيدلي وو .


پکتيکاوال ويل چې ددوستم نفرو داکبرباي دوه باډيګارډان هم ژوبل کړي دي .