کور / شعر / آغلي زرلښت حفيظ ته ډالی

آغلي زرلښت حفيظ ته ډالی

غــواړم دې شعــــرکــې ناهــيداومـلالــــۍ يــــاده کړم
پــه هــرډګـــرکــې قــــهـــــرمــانــه بــريالۍ يـــاده کړم


مرام مـــې داده زه يـوڅــــه الـهـام لــه دې غــــواړمـــه
داچې ويـــاړېږي پــرې هـېـــوادزه يــې په نړۍ ياده کړم


* * *
دامـې آرمان ده داچې ورځ راشــي آرمــان پــوره شـــي
دزړه پــه تــل نيــمـګړى پاتــې مې داسـتان پوره شـــي


زه دزرلــــــښــت حــفــيــظ دشــعـــرپـــه دوام دا وايــــم
دشعــريــادکــې مـــې يــادونـه دکـــــاروان پـــوره شــي


* * *
دګــلــوښـــارکـــې غــواړم ګـــل دارغـــوان رايــــادکـــــړم
کله پکتيــا،کله ننــګــرهــار،کــلـه مــيــــدان رايـــادکـــــړم


تـــرګــل نــازک شــاعــرخــوپـېـــژنــې چـــې څوک يــادوم
ويښ شم بيده شم دى مې خيال کې وي کاروان رايادکړم


* * *
خپله دى ګل عـــمريــې ګل مــه کړې حـاجــت پاتـــې دى
چــې دافغــان شــملــــه اوچــتــه کړي مهــلت پاتـــې دى


چــــې دهــېـــوادغــمــيــزې يـــادې کـــړي دشعـــرپه ژبــه
دامـــوهــــم ويـــاړده يــــې ترڅنګ حفيظ زرلښت پاتې دى


* * *
دتــوريــالــۍ بــــړېــڅــې شــان په لــوړهـــمـــت کې ګوره
ثاني يې نشـتـه ته هـاخـيـال په شـهــامــت کـــې ګــــوره


زمـــــــونـــــږدتـــاريـــخ زرېـــنــــې پاڼـــــــې اړول غـــــواړي
هغـه پــرون وو نــن هــغــه غــيــرت پــښـــــتــون کې ګوره


* * *
داخــــواصــــلاح غــــواړي لــښــکرده يــوقـــانــــون وژنـــــي
په زوريې وبــاســي کــبــاب يــې کـــړي لـــړمـــون وژنــــي


ميـرويــس نيکه ګـوره بادشــــاه بـــــــيـــاتــرکـــرزيه پــــورې
دالقـــاعـــده نــوم کــړي پـــرې نصب زيـاتي پــښتـون وژني


* * *
دازمــــان ځـــــان آزادول راځـــيـــنــــې جــــنــــګ غــــواړي
خــوپـــه جـــــګړونــه پــــوره کېـــږي ښــايــي ننــګ غواړي


چـــې دقلــم پــه ژبـــه ويــښ شـــي،ځـــارولس موپښتون
چــې يــې زرلـښــت حفيظ غــږوي هـــمداآهــنـــګ غواړي