ورځپاڼو ته کتنه

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 3rd, 2010


اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې په ايران كې د افغان كډوالو په وړاندې د ايراني اخوندانو ناوړه چلند ته په اشارې پخپله سرمقاله كې په افغان دولت انتقاد كړې، چې پدې اړه يى مرموزه چوپتيا غوره كړې ده.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام دا يوه حساسه ملي مسئله بللې او له دولت نه يى غوښتي، چې د خپلو مظلومو هيوادوالو د ژغورلو لپاره دې كوټلي ګامونه پورته كړي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې په روان بحران هم بحث شوې او ليكل شوي، چې دا بحران يوازې په سيمه ايزې همكارۍ سره هواريدلې شي.

ورځپاڼې په افغانستان كې يوه بله ستونزه هم څيړلې، چې هغه لوږه او بيوزلي ده او پدې ترڅ كې د ديموكراسۍ په روان بهير انتقاد كړې، چې يوازې د خلكو د غولولو او له مسؤليتونو څخه د تيښتې لپاره ترې كار اخستل كيږي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك له افغان ولسمشر سره د نيوزيلينډ د صدراعظم ليدنې ته ځانګړې كړې او پكې ليكل شوي، چې دغه هيواد په افغانستان كې له شويو پرمختګونو څخه خوښ دې او خپلو مرستو ته دوام وركوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د بيان د ازادۍ د نړيوالې ورځې په پلمه په افغانستان كې د رسنيو او د وينا د ازادۍ روان حالت څيړلې.

په ورځپاڼه كې د ولسي جرګې د راروانو انتخاباتو لپاره په تياريو هم بحث شوې خو ليكل شوي، چې د ازاده، عادلانه او رڼو انتخاباتو لپاره سوله ضروري ده.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د سولې په جوړيدونكې جرګې بحث كړې او ليكلي، چې پدې جرګه كې بايد د خلكو رضايت ترلاسه شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د وينا د ازادي په موضوع بحث كړې او پدې برخه كې شتو واقعتونو ته په اشارې ليكلي، چې دا مسئله له ادعا نه تر عمله پورې څومره توپير لري.

په ورځپاڼه كې د افغانستان د كركټ د ملي ټيم چټكې ودې ته په پام سره پخپل يو مطلب كې ليكلي، چې هاليووډ غواړې د افغان كركيټ د ملي لوبډلې په اړه يو فلم جوړ كړي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې په ايران كې د افغانانو د اعدام مسئله راخستې او ليكلي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ايران شاژدافير وربللې وو او ترې يى غوښتي وو، چې په اعدام د محكوم شويو افغانانو دوسيى له سره وڅيړي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د انټر پريس سرويس دې رپورټ ته ځانګړې كړې، چې په تيرو اتو كلونو كې په افغانستان كې د امريكا د بمباريو هدف يوازې د ملكي خلكو وژنه وه.

دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د بيان د ازادۍ په موضوع بحث كړې او پدې ترڅ كې شتو ستونزو ته په اشارې ليكلي، چې ددې پديدې د ودې لپاره شته فرصتونه د ضايع كيدو په حال كې دي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په ورانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې د كورنيو چارو د وزارت په پروني رپورټ بحث كړې، چې پكې د تير كال او سږ كال ترمنځ ترورستي حملې پرتله شوي دي.

ورځپاڼې ليكلي، چې د ګاونډيو هيوادونو ريښتينې ملګرتيا او سياسي حل لاره هغه اساسي فكتورونه دې، چې كولې شي په افغانستان كې سوله او ثبات ټينګ كړي.

اصلاح هم د بهرنيو چارو وزارت ته د ايران د شاژدافير د وربللو مسئله راخستې او ليكلي، چې له ده سره په ايران كې د افغان بنديانو په حالت، چې تر ډيره په اعدام محكوم دې خبرې وشوې.

خدمتګار:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم په ايران كې د افغان كډوالو په وړاندې ددغه هيواد د چارواكو په ناوړه چلند بحث كړې او د يزد په ولايت كې وروستۍ پيښې ته په اشارې ليكلي، چې ايرانيان اوس د افغانانو كورونو ته هم اور اچوي.

ورځپاڼې په افغانستان كې د بيارغونې روان بهير ته هم كتنه كړې او دولت او نړيواله ټولنه يى هڅولي، چې په نا ارامه سيمو كې د امنيت د ټينګښت لپاره بايد د بيارغونې پروژې پيل كړي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د دولت او ولس ترمنځ رامنځ ته شوې واټن څيړلې او ليكلي، چې ددې اصلي علت پخپله دولت دې او دا ځكه، چې د خلكو ستونزې يى ندي هوارې كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024