کور / تازه خبرونه / کندز:دپوليوواکسين لړې پيل شوه .

کندز:دپوليوواکسين لړې پيل شوه .

دکندوز دعامې روغتيا چارواکو اعلان وکړچې نن يي دپوليويا ګوزڼ ناروغې پرضد دواکسين کمپاين پيل کړ.

دګوزڼ واکسين به دياد ولايت په کچه پلي شي اوپه دغه بهيرکې به دوه سوه يوشپيته زره دپنځو کلنو څخه د کم عمر لرونکې کوچنيان ديادې ناروغې دمخنيوې په موخه واکسين شي .

دکندوز ولايت دعامې روغتيا رييس عبدالعريز صفرخبريالا ته وويل : دګوزڼ واکسينو بهير به په درو ورځو کې په ياد ولايت کې پلې شي . هغه زياته کړه، چې له بده مرغه دکندوز ګاونډې هيواد تاجکستان په ځينو سيموکې دګوزڼ د ناروغې نښې ليدلې شوي دي ، امکان لري چې کندوزولايت ځني سيمې هم ترخپل اغيز لاندي راولي ، نو ددغې ناروغې د مخنيوې په منِظور مونږه غواړو د درې ورځو لپاره د واکسينو کمپاين په دغه ولايت کې تطبيق کړو.
د يادونې وړ ده چې تيرکال هم په دي شپوو ورځوکې دګوزڼ ناروغې دمخنيوې په منِظور يوشمير ماشومان واکسين شوي وو