کور / تازه خبرونه / د مخدره توكو پر ضد د فوټبال ټور نمنټ پيل سو

د مخدره توكو پر ضد د فوټبال ټور نمنټ پيل سو

د هلمند په لښكرګاه كي د مخدره توكو پر ضد د فوټبال يو ټور نمنټ پيل سو چي پكي (۲۲) لوبډلي برخه لري او (۸) ورځي به دوام وكړي .


وروزشي چارواكو وايې چي لوموړۍ سيالي   د (الف ) له ګروپ څخه اتفاق او ازاد لوبډلو تر سره كړه چي درې پر يو د اتفاق په بريا پاى ته ورسېده .


او د (ب) له ګروپ څخه استقلال او هيواد لوبډلو سيالي وكړه چي يو پر صفر استقلال  ازاد لوبډله له مخي لري كړه . زموږ همكار عبدالودود هجران هم دغو سياليو ته ورغلى وو او له هغه ځاى څخه يې موږ ته رپوټ رالېږلى دى .


د هلمند په مركزي كرزي لوبغالي كي تيره روځ د فوټبال يو اته ورځنى ټورنمټ په داسي حال كي پيل سو چي هوا ډېره سړه وه او ورزشكاران يې  په لوبه كي له ستونزو سره مخامخ كوله .


دغه ټورنمټ د نشيې توكو پر واندي پيل سوى دى .


دغو سياليو ته د لښكرګاه او هلمند له ګڼو ولسواليو  څخه په سلګونو ننداره چيان راغلي وه او لوبه يې په خورا چكچكو او تشويق بدرګه كوله .


ددغه ولايت ورزشي امر غلام غوث داوري وويل چي په پيل سوي ټورنمنټ كي (۲۲) لوبډلي برخه لري او لوړي سيالي يې د (الف) له ګروپ څخه د اتفاق او ازاد تر منځ پيل سوه چي درې  د يوه په وړاندي اتفاق ازاد لوبډله له ډګره وايستل .


د (ب) له ګروپ څخه استقلال او هيواد سيالي وكړه چي يو د صفر په وړاندي  استقلال  هيواد لوبډله له مخي لري كړه .


ښاغلي داوري زياته كړه چي په نژدو ورځو كي به  لس نور ټورنمټونه  په بېلا بيلو برخو كي پيل سي .