کور / تازه خبرونه / (راتلونكی به په وردګو ولايت كې د بيا رغونې كال وي)

(راتلونكی به په وردګو ولايت كې د بيا رغونې كال وي)

دا خبره ددې ولايت والي عبدلجبار نعيمي په هغه خبري غونډه كې وكړه چې نوموړه دخپلو دريو كالونو كاري رپوټ وړاندې كاوه،  ده وويل چې موږ په تېرو دريو كلونو كې د د(يونوي ميليونه –اوه سوه- څلورڅلويښت زره- اته سوه يونوي)  ډالرو په ارزښت په مختلفو برخو كې ټولګټې پروژې او دولتي تاسيسات جوړ كړي  او يا هم تر كار لاندې دي.


ده په شمېرلې توګه د ځينو هغو يادونه وكړه او ووې ويل چې د روغتيا په برخه كې  (ددوه ميليونه – دوه سوه پنځه ديرش زرو – څلورسوو ) ډالرو په ارزښت روغتونونه او كلينيكونه جوړ او ځينې يې هم په اساسي ډول رغول شوي دي .


د اوبو د سيستم په برخه كې د(يوميليون –څلورسوو- دوو لس زرو شپږسوو او دوه څلويښتو ) ډالروپه لګښت دبندونو جوړولو دكاريزونو اوويالو جوړولو اوپاكولو او همداراز داستنادي ديوالونو دجوړولو كارونه تر سره شوي دي.


ده د  سړكونو د جوړولو او پخولو په اړه وويل چې  د (څلورڅلويښت ميليونه – اته سوه – دوه نوي زرو –يوسل اويواويا) ډالرو په لګښت سړكونه جوړ او تركار لاندې دي پدې كې دميدان ښار څخه داوني ترغاښي پورې د څلورپنځوس كېلومترو په اوږدوالي دسړك پخيدل – دسيداباد څخه داونخي تر دري پورې دنولس كېلومترو – دچك دولسوالۍ د پنځه ويشت كېلومترو په اوږدوالي دسړكونو پخيدل او همدرانګه دميدان ښار ديواشاريه شپږ كېلومترو په اندازه  سړك، دچك ولسوالۍ دښار درې كېلومتره دسړك پخيدل او نورپلونه اوسړ كونه شامل دي.


ده د كرنې، پوهنې، د كوكنارو د كښت د مخنيوي، د مخابراتو، امنيتي، كشفي، د كليو د پراختيا او فرهنګي برخو كې هم د لاسته راوړنو يادونه وكړه.


همدارنګه نعيمي وويل چې موږ د راتكونكو دوو كلونو د پلان لپاره دري اتيا ميلونو ډالرو ته اړتيا لرو چې په دې پلان كې به امنيت ، دكرنيزوتوليداتو ډيرښت ، ښوونه او روزنه، دكوكنارو د كر مخنيوى ، دروغتيايي مركزونو جوړول، دسيمو  اوولسواليو ترمنځ دسركونو جوړول، دچك دبريښنا دبند رغول او نورې  ټول ګټې پروژې شتون ولري.


ده په اخر كې وويل چې راتلونكى كال به د بيا رغونې كال وي او هيله يې وكړه چې ولس، چارواكي او مرسته كونكي ورسره مرسته وكړي