کور / تازه خبرونه / په زرمت کي لاهم لاريونونه دوام لري

په زرمت کي لاهم لاريونونه دوام لري

دپکتيا ولايت دزرمت ولسوالي اوسيدونکو له دوه ورځو را پديخوا دولسوالي ښارګوټي تړلي او په دي موخه يي لاريون پيل کړي چي دولت دي په سيمه کي دموټر سايکلونو په ګرځيدو لګول شوي بنديز ليري کړي دلاريون يو تن ګډون وال ډاکټر مراد وايي يو کال کيږي چي دولت په زرمت کي دموټرسايکلونو په ګرځيدو باندي بنديز لګولي دا چي دسيمي خلک دموټر داخيستو وس نلري له بلي خوا نشي کولاي چي په پياده مزل باندي هره ورځ دکليو او ولسوالي ترمنځ پروت واټن تي او په وخت سره دکورني اړتياوي پوره کړي ځکه نو له دولت څخه غواړي چي له نوموړي بنديز څخه تير شي.
دپکتيا والي وياند روح الله سمون وايي چي هغه موټرسايکلونه چي له دولت سره راجستر شي او دسيمي قومي مشران داتصديق کړي چي په دي به وران کاري عملونه نه کوي نو له موټر سايکلونو څخه به بنديز ليري کړي.