کور / تازه خبرونه / دلراوبرافغانستان لويه لاره بنده ده

دلراوبرافغانستان لويه لاره بنده ده

پرله پسې اورښتونودجنوبي پښتونخوااو لوى کندهار لويه لاره بنده کړې اودواړوغاړوته په سلګونومسافر بندپاتې دي . پرلويه لاره تلونکي مساپرولراوبر ويپاڼي ته وويل چې دچمن ښارګوټي ته څېرمه دکوږک دغره په څنډوکې اورښتونو لاره بنده کړې ده، نورمحمدوويل چې په کوږک کې ځيني باروړونکي موټر چپه شوي اوهغوى لاره بنده کړې ده .دغه موټرچلوونکي دنوروپه استازيتوب له سيمه يـزوچارواکووغوښتل چې دلويي لارې دخلاصون هڅې دې وکړي کنه اورښتونه دهرې ورځر په تېرېدو نورې ستونزې راپيداکوي دکويټي ، سپين بولدک لويه لاره په سيمه کې خورا موهمه بلله کېږي او دطالبانو دواکمني له ړنګېدو را په دې خوا پر دې لاره تلونکي مساپر له ستونزو سره مخامخ کيږي . البته د طالبانو په واکمني کي پر دې لاره بېله کومي پوښتني تګ راتګ کېدئ .