کور / خبرتیا او پيغامونه / (غونډه 12 فبروري) له ټولو پښتنو د ګډون هيله کوو

(غونډه 12 فبروري) له ټولو پښتنو د ګډون هيله کوو

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سيمه ايز دفتر څخه خپرې شوې مطبوعاتي پاڼې ترمخه د ګوند ولايتي مرستيال ډاكټر سيد عالم محسود او ولايتي جنرل سكر تر اربا ب مجيب الرحمان په 2 فبروري په پيښور كښې كيدونكې د اې پى ډي ايم دجلسې د تياري په لړ كښې په مسكين اّباد نوتيه كښې د ګوند دكاركنانو په غونډه كښې ګډون وكړ.

 

 دغونډې مشري د پښتونخوا ځائى مخكښ ډاكټر ظفر وكړه غونډي ته د وينا په ترڅ كښې د پښتونخوا ملي  عوامي ګوند مشرانو د ټول هېواد  او په ځانګړې توګه د پښتونخوا وطن پرحالاتوانديښنه څرګنده كړه. اوزياته يې كړه چې دروانو كړكيچنو حالاتو زمه واره  پوځ او استخباراتى ادارې دي پوځ او استخبار اتو د هېواد جمهوريت ادارې عدليه او ميډيا ته سخت زيان  اړولو سره هېواد دسختو كړكيچنو حالاتو سره مخامخ كړيدۍ.

 

 دغه قوتونو يو خواته دپښتو بلوڅانو سندهيانو اوسرائيكيانو پرقومي حقوقو خېټه  اچولې ده بله خوا ته يې محكوم قامونه دخستو حالاتو سره مخامخ كړيدي او پښتانه يې د ترهګرو په لاسونو كښې اچولي دي واكمنو د سوات څخه  تر وزيرستان پورې  ټول پښتونخوا وطن  دجګړې په ډګر بدلولو سره پښتون افغان له منځه وړلو لوبه روانه كړې ده خوپښتونخوا ملي عوامي ګوند پښتون قام داستعماري  قوتونو له منګولو څخه  د خلاصون او دپ ښتنو په ضد روان سازش تر ځواب وركولو بشپړه هوډلري  د هېواد د ټولو وطن دوست او جمهوري قوتونو څخه  غوښتنه كوو چي  هغه 

دي ديوالي څرګندونه وكړي  په مطبوعاتي پاڼه  كښې  زياته شويده چى  په 12  فبروري  به په پيښور كښې درنه جلسه كېږي د ټولو پښتنو څخه  د ګډون هيله كوو.