په هرات كي نشه يي توكي نيول سوي

56 | مې 4th, 2010


په هرات كي د ملي اردو د كمانډو د قطعي قومندان ډګروال زين الدين ازادي راډيو ته وويل چي، دغه ۱۲۵ كيلوګرامه نشي توكي يې هغه مهال ونيول چي، ايران ته قاچاق كيدل خو خپله قاچاق وړونكي په تېښته بريالي شوي دي.

تر دې يوه ورځ مخكي د هرات په كشك كهنه ولسوالۍ كي هم ۲۰۰ كيلوګرامه نشي توكي د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغلي وه، چي په تړاو يي نهه تنه قاچاق كوونكي نيول سوي وه .

Copyright Larawbar 2007-2024