په نورستان كي هيلي كوپټره لوېدلې.

56 | مې 4th, 2010


په نورستان كي د سوله ساتو يا ايساف ځواكونو يوه قراردادي هيلي كوپټره د بيړنۍ ناستي پر وخت لوېدلې ده.

د سوله ساتو ځواكونو لخوا په يوه خپره سوې اعلاميه كي راغلي دي چي، دغه هيلي كوپټره تيره ورځ ماپښين مهال د تخنيكي ستونزي له امله بيړنۍ ناسته كوله چي ولوېده.

اعلاميه وايي چي، په هيلي كوپټره كي سپرلۍ نه وه او عمله يې ټوله ژوندۍ پاته سوې او ورسره روغتيايې مرستي سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024