کور / تازه خبرونه / د نایجیریا ولسمشر او د کېمیا پروفیسر “اومارو موسی یار آډوا” ومړ

د نایجیریا ولسمشر او د کېمیا پروفیسر “اومارو موسی یار آډوا” ومړ

د نایجیریا ولسمشر “اومارو یار آډوا” پخپل قصر کي له ډېره وخته د ورپېښي ناروغی له امله په ۵۸ کلنۍ کي د ابد لپاره سترګي پټي کړې . د نایجیریا حکومتي چارواکو د ۷ ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړ او خبر یې ورکړئ دئ چي له منځه تللی ولسمشر به نن (بنجشنبه) خاورو ته وسپاري . نایجیریايي ټلوېزیون نن سهار وختي د پلان سویو پروګرامو د نشرولو په منځ کي د ولسمشر د مرګ خبر ورکړ.


دنایجیریا دولتي ویاند “لولیوسګن آیډینیي” وویل چي د ولسمشر یار آډوا ترڅنګ د هغه مېرمن “تورۍ” هم ساه ورکړې ده . د ولسمشر د ښخېدو په اړه ویل سوي چي نوموړی به د نایجیریا په شمال کي په کاټسینا کي د اسلامي مراسمو په ترڅ کي خاورو ته وسپاري .


همداراز راپورونه زیاتوي چي “ګوډلک یوناتن”، چي د فبروري راهیسي د ولسمشر د معاون په حیث کار کوي، به د ولسمشری لوړه (قسم) وکړي .
 
د نایجیریا ولسمشر ارواښاد اومارو یار آډوا چي د الحاجي اومارو موسی یار آډوا په نامه سره مشهوره دئ د ۱۹۵۱ زېږدیز کال د اګسټ په ۱۶مه نېټه چي د ۱۳۳۰ لمریز کال د اسدد ۲۴مي نېټې سره سمون خوري د نایجیریا په کاټسینا کي زېږېدلئ دئ . نوموړی د ۲۰۰۷ زېږدیز کال راهیسي د نایجیریا جمهور رئیس و.