کور / هراړخیز / په تاریخ کي ترټولو باارزښته رسامي په ۱۰۶ میلیونه ډالره ده

په تاریخ کي ترټولو باارزښته رسامي په ۱۰۶ میلیونه ډالره ده

د تکړه او مشهوره هسپانوي انځور ګر پابلو پیکاسو یوه رسامي (انځورګري) دنیویارک د یوه لیلام په ترڅ کي په ۸۲ میلیونه یورو، چي ۱۰۶ میلیونه ډالره کیږي، خرڅه سوه . دا په تاریخ کي لمړی ځل دئ چي یوه رسامي په دومره لوړه بیه خرڅيږي . رسامي ‘Nu au Plateau de Sculpteur’ نومیږی او مطبوعاتو ته یې رانیونکی تراوسه نامعلومه پاته دئ . ویل کیږي چي دا رسامي د ټیلیفون د لاري رانیول سوې ده او فقط د لیلام چلونکي پوهېږي چي رانیونکی یې څوک دئ .

رسامي په ۱۹۳۲ زېږدیز کال کي جوړه سوې او خلګ په دې عقیده دي چي هسپانوي انځورګر به دا رسامي په یوه ورځ کي جوړه کړې وي . رسامي د پنځوسمي لسیږي راهیسي په یوه شخصي امریکايي کلیکسون کي پرته وه او ددې وخت راهیسي عامو خلګو فقط یو ځل لیدلې وه .همداراز د روان کال په فبروري کي یوه بله رسامي په ۸۰ میلیونه یورو خرڅه سوې وه، خو د پیکاسو دې رسامۍ ریکارډ مات کړ.

پخوا د انځورګر پیکاسو په رسامیو کي زیات قیمت لرونکې رسامۍ ‘Garçon a la Pipe’ نومېده چي په ۲۰۰۴ زېږدیز کال کي په ۱۰۴ میلیونه ډالره خرڅه سوه .