کور / تازه خبرونه / یمن : شدیدو بارانو ځاني او مارلي زیان اړولئ دئ

یمن : شدیدو بارانو ځاني او مارلي زیان اړولئ دئ

د یمن په مرکز سانا کښی د شدیدو بارانو له کبله لږ تر لږه ۷ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ او زیات شمېر کورونه وران سوي دي . عیني شاهدان وايي چي د چهارشنبې په شپه کلیو ته د نژدیو غرونو څخه سېلابونه راروان وه . مرسته کونکي ګروپونه په کار ګمارل سوي دي او تر اوسه پوری یې د ۲۵۰ بې کوره خلګو غم خوړلئ دئ .

د دفاع وزارت انلاین ورځپاڼي خبر ورکړئ دئ چي ولسمشر علي عبدالله په مرکز کي ورانو سویو سیمو ته سفر کړئ دئ . حکومتي چارواکي وايي چي پرون د یمن په شمال کي سېل وزمه بارانو زیات شمېر کورونه هم برباد کړه . ددې سر ترڅنګ دا اونۍ د سعودي عربستان په مرکز ریاض کي هم د شدیدو بارانو له کبله دوه تنه وژل سوي دي .

د یوې مرستي کونکي اجنسی په وینا په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کي د توپانونو له کبله تخمینا ۱۸۰ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ او شاوخوا لس زره تنه بې کوره سوه .