په نیویارک کي پر “روبرټ ایف. کېننډي” پل د ترافیکو پر مخ لاره ساعتونه – ساعتونه بنده وه، ځکه هلته یوه شکمنه لارۍ بې ځایه ولاړه وه . پولیسو ګمان کاوه چي هلته چاودېدونکي مواد سته او ددې وجي ټول سخت وارخطا وه . همداراز د لارۍ څخه یو نابوده دود راوتۍ چي پولیس یې نور هم وبېرول .
په لمړي ځل پل ته نژدې د یوه کارکوونکي و لارۍ ته پام سو چي بې ځایه ولاړه وه او دود ترې راوتئ، خو د ځانګړي بم – پلټونکي ګروپ د څېړني وروسته خبر ورکول سو چي هلته کوم چاودېدونکي مواد موجود نه دي ، هغه وو چي څو ساعته وروسته د ترافیکو پر مخ لاره بیرته خلاصه سوه .
دا په داسي حال کي ده چي تېره شنبه د نیو یارک په ټایمز سکوېړ کي د چاودېدونکو موادو څخه ډک موټر ولاړ و او په سه شنبه یې شکمن کسان ونیول سول .