کور / ترخې خبري / دلته او هلته د افغانانو بې پوښتني وژنه (جواد داوري)

دلته او هلته د افغانانو بې پوښتني وژنه (جواد داوري)

سهارمهال وه په انټرنيټ په پاڼو کي ګرځيدم ناڅاپه يوه نوي خبر مي وليدي چي ليکل سوي وه

(په ايران کې د اعداميدونکو افغانانو د جسدونو د راليږلو لړۍ دوام لري)

که رښتيا ووايم ډيرخفه سوم اوډير ناهيلي سوم چي ولي هره ورځ افغانان په يوه اوبل نامه وژل کيږي

په کور دننه افغانستان کي بهرني ځواکونودعملياتوپرمهال وسله والوطالبانوپه تو راووسله وال طالبان يي له دولت سره دملاتړ په تورهره ورځ لسګونه افغانان وژني په هرډول دغه خوهره ورځ ځوروي خو دافغانانودوژني لپاره اوګاونډيانوهم کمپاين پيل کړي دي .

اخرولي !

ولي افغانان دهرچاچي زړه وغواړي بي اختياره يي وژني ددي ځوريدلي اولس غمخوار ولي نه پيداکيږي .

نه پوهيږم چي ددي اولس څخه دلوي احمدشاه بابا اوميرويس خان نيکه بدله اوس اخلي چي يو وخت يي په ګاونډيوهيوادونواوپه دي وچه پاچاهي کړي ده

افغانانو ستاسي دوژني اوددي اولس قاتلان څوک دي ؟

يوه ورځ دهلمندمرکزلښکرګاه په ښارکي روان وم ناڅاپه مي مخي ته يوه زړه بوډي راغلل اودخير په نامه راڅخه يوڅه وغوښتل چي له دي سره دکومک نه وروسته مي اوښکي په ګريوان راتوي سوي ددي جرات مي بيخي له لاسه ورکړچي ولي فقرکوي؟

خوخيرپه ډيرتکليف مي ورته وويل چي انا ولي په ښارکي فقرکوي ؟

په دي وخت کي دغي زړي بوډي دخپلوڅلوربچيانوهغه قصه وکړي چي په خپلومنځوکي يي پخپله سره وژلي وه .

دي راته په ډيرژړغوني اوازچي له ډيره غمه اوژړا نه يي پوره جمله هم نه سواي ويلايي راته يي وويل څلور چټ بچيان مي وه خاوندمي وه ډيره خوشحاله وم اوهره ورځ به مي په کور کي خوشحالي وه دګاونډيان به هم زماکورته راتلل اوهره ورځ به مي په کورونوکي درياوي وهلي خولنډه دا چي ډيره خوشحاله وم .

په دي وخت کي مي څلور واړه بچيانوته ودونه وکړه او نوي ښځي کورته راغلي ترپخوامي هم ژوندله خوشحاليو څخه ډک سوو .

بوډی  پلوپرسترګوراکش کړاودپلوپه ځوکه یی اوښکی پاکی کړی اوپه غم لړلی قصی ته یی ادامه ورکړه  .

هره ورځ به مي له زامنوسره ناسته وم او ورته مي ددوي دکوچينوالي قصي کولي دوي به هم راته دخپل ژوند يونيمي خوږي ترخي خاطري ويلي

په دي وخت کي افغانستان حالت سره ګډوډ سوو .

دطالبانوپه ضد امريکايي ځواکونوپه افغانستان کي هوايي بمباري شروع کړي .

خو خيرله دي څخه هم دوه کاله تير سول يوه ورځ په کور کي ناسته وم دوه زامن مي راغلل اوراته يي وويل (ادي ،ها ادي ) موږغواړو چي خپل وطن ته خدمت وکړوموږ اوس ځوانان سوي يو.

ماله ډيري خوشحالي څخه لس ډوډي خيرات کيښودلي يوبل ډول احساس مي وکړي اوديونوي ژوندروښنايي مي په زړه کي راپيداسول .

هغه وه چي څلورواړه زامنومي دندي وموندلي اوکارونه يي کوله اوپه هره مياشت کي مي ډيرپيسي زامنوراته راوړلي ډيره خوشحاله وم .

يوکال وروسته مي دوه زامنوخپلي دندي پريښودلي اوپه وطن کي له ځينوکسانوسره راشه درشه يي ډيره سوه .

قصه يي ډيره اوږده ده ……..

يوه ورځ مي څلورواړه زامن په خپل کورکي سره ناست وه

اودخپل راتلوونکي ژوند په اړه يي له يوه اوبل سره خبري کولي .

چي په دي وخت کي دوه زامن مي دپوليسو(چارواکو)په ليکوکي ولاړه اودوه زامن مي دوسله والوطالبانوپه ليکوکي ولاړ وه

دوي په خپلومنځوکي يوي خوادطالبانوستاينه کول اوبلي خوا ددولت ستاينه کول چي په همدي اختلاف څلور واړو ترمنځ جنجال راپيداسوو

په دي وخت کي دوي په جنګ لاس پوري کړ اومايي ترمنځ ګواښ کوي چي په دي وخت کي مي يوه زوي کلاشنکوف راوړي اوپه ډزويي لاس پوري کړي چي څلور سره په خپلومنځوکي سره ووژل

زه يواځي په تش ميدان پاته سووم څلورسره زامنومړي مي راته پراته وه .

 زه ډيره ……

ماته مي خپل ټول کوررادغاړي سوو په وطن کي مي هيڅ نه درولودل مځکه مانه سوو کرلاي نو دي ته اړه سوم چي خپل کور اوکلي پريږدم اوپه لښکرګاه بازارکي فقر وکړم اوخپلولمسيانوته دخوراک لپاره يوڅه پيداکړم .

هيڅ مي پښتني ايجاب دانه مني چي زه يوچاته لاس اوږد کړم اويوڅه ورځيني وغواړم خواوس مجبوره يم چي خپلوماشومانوته يوڅه دخوراک پيداکړم .

درنودوستانوداد هغه بوډي دسرو اوښکوقيصه وه چي راڅخه يي دخيرات لپاره يوڅه غوښتل اوماورځيني دفقرمجبوريدولامل وپوښتي دي راته دغه پورتني قصه وکړه هيله لرم چي له دغه ډول بيوزلوسره ترخپل توانه مرسته ونه سپموي

افغانان اوسمهال به بيلابيلونومونووژل کيږي په کوردننه افغانستان خوترخپلومنځووروسته بهرني کسان چي افغانستان ته ددوي په وينادتروريزم له منځلولپاره راغلي هغه افغانان وژني چي هغوي اصلا دتروريزم سره هيڅ اړيکي نه لري اويواځي دافغانانو دژولواوددي بدبخته قوم دله منځه وړلولپاره دغه لوي کمپاين په لاره اچول سوي دي اوهغه کسان چي لاتراوسه يي دافغانانودتوري څخه دوينه تويږي هغه هم راپورته سوي دي اودنوي ژوندسلګي وهي دوي هم له افغانانوڅخه دتاريخ انتقام اخلي .

زماپه نظراوس افغانستان نيم په پښوولاړ دولت لري .

خوولي هغه کسان چي په لوړوپوستونوکي دي اودافغانانوواکداران ځانونه بولي افغانانودوژلومخنيوي نه کوي

په بهرکي دافغانانومشران ځانونه بولي خوددي جرات نه لري دښمن ته ووايي چي له دي بي ګناه افغانانودوژلوڅخه ولي لاس نه اخلي ؟

ايا ددوي خوله دغه خبرو ته نه سميږي اوکه يي په دي خبرو سره خپلي چوکي په خطرکي لويږي

زه وايم که دغه مشران دغه کارپه وسه وي اواقدام نه کوي نوتولعنت دي سي پر

اوکه يي بهرني کسان نه مني نوسم دي اولس ته دا  اعلان وکړي زموږخبره نه مني تاسۍاودوي نوبيا يي اولس ته وپريږدي چي دوي  دوهم ميرويس نيکه دايران په تخت کښينوي کنه !

په ايران کي پنځه زره افغانان اوسمهال دبندتورو تمبوشاه ته شپي او ورځي تيروي چي له دي شميرڅخه يي دري زروباندي اعدام حکم له محکمي څخه راوتي دي اوله دي دري زروڅخه اوس شاوخواسل تنه اعدام سوي دي پاته نورخپلواعدام ته دانتظارشيبي حسابي

نوي خوداده چي دوژل سوو جسدونه بيرته دکورنيوپاتوکسانوته په پيسو ورکوي

دافغانستان درنو ګاونډيانو!

تاسي دتاريخ پاڼي راواړوي اوبياخپل تاريخ په ښه غورسره ولوولي نوبيا دافغانانودښمني له ځانه سره پيداکړي .

ايرانه ميرويس نيکه درپه يادکړه چي ستا په تخت کي ناست وه پاکستانه لوي احمدشاه بابا درپه يادکړه چي ستاپه سينه کي دهنددجنګونو   مړي غوځول اوس دهغه هديري ملنګان راټول سوي دي او ددي هديري جوړونکي ته زيان اړوي

 

که چيري ګاونډيان نورهم په دغه ډول کړونولاس پوري کوي زه په دي فکريم چي تيرسوي تاريخ به موبياتکرارکړو.

داڅوک دي چي هره ورځ افغانان په يوه اوبل نامه وژني ايا دغه بدبخته قوم دکُري له مخه ورکوي اوکه يي ترهغه وژني چي دوي پخپله ملي پاڅون وکړي

که څوک په دی اړه نورمعلومات غواړی لاندی ادرسواړيکه نيولای سی.

ليکوال ايميل ادرس :jawad.deweri@gmail.com

   ۰۷۹۷۳۲۸۵۴۱          ۰۷۰۳۴۶۳۹۲۰