کور / تازه خبرونه / د روغتيا وزير د پوليسو پر مشر نيوکي وکړې

د روغتيا وزير د پوليسو پر مشر نيوکي وکړې

 


لر افغانستان

د شمالي پښتونخوا دروغتيا وزير سيد كمال شاه تورلګولۍ دى  چې  په مردان كښې د شمالي پښتونخوا دپوليسو دمشرد غلطې  كړنلارې له امله پوليسو ته دسرزيان واوښت دشخصي ټلويزون  سره په خبرو اترو كښې دروغتيا وزير زياته كړه چي  د شمالي پښتونخوا دپوليسو مشر ته له مخكښې  څخه په مردان كښې  د وسلوالو د شتون  په هكله معلومات وو خو ده يې مخنوي ونكړ پخواني ډي پى او مردان يامين خان كوهاټ  ته وليږدول شو چې  د سرحد دپوليسو دمشر يوه لويه تيروتنه وه ولې  پخواني ډى پى و په ښه توګه  امنيت  ساتلى  وو .

 

بله خوا  ته په مردان كښې  ځائى خلك وائى چي  تيره ورځ  د وسلوال  په نوم  وژل شوى كس اعظم خان بې  ګناه  وو وسلوالو دده په كور قبضه  كړي وه او دده ماشومان او ميرمن يې  پرمته كړي  وو اعظم خان پخواني پوځي وو او اوس محال يې  كورته نږدې  دكان خلاص كړي وو دسيمې اوسيدونكو داعظم خان دوژلو په هكله  دپلټنو او دده د كورنۍ مرسته كولو غوښتنه كړيده.