کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بېنظير بوټو خبره وه چي د مرګ له خطر سره مخامخ ده

بېنظير بوټو خبره وه چي د مرګ له خطر سره مخامخ ده

 


 

بې نظير بوټو په خپل اخير ني كتاب كښې په ډاګه كړيده چې  ولس مشر مشرف او دوست اسلامي هېوادونو راته وئيلي  وو چې  په پاكستان كښې راباندې څلور ترهګرې ډلې بريد كولي شي چې  په هغه كښې  د اسامه بن لادن  شپاړس كلن ځوى حمزه  بن لادن هم شامل  دى .

 

لور رتبه ژور نالسټ روف كلاسراترمخه يو بريتانوي ورځپاڼې  د يكشنبي په ورځ د بېنظير بوټو د كتاب څو برخې  خپرې كړيدي   بې نظير بوټو په خپل كتاب كښې  ليكلي  دي  چې  وماته  وويل شو چې په 18 اكتوبر په كراچۍ كښې  پرما باندي  تر سره كيدونكي  بريد پلان  جوړولو لپاره په لاهوركښې پټه غونډه  وشوه ودغه د مخالفې  سياسي ډلې درې غړي په پنځو لكو ډالرو واخستل شول بېنظير بوټو  د دغه كسانو نومونه  اعجاز او سجاد ليكلي  دي .

 

په كتاب كښې محترمه  ليكي  چې  د دريم كس  نوم راڅخه  هير شو خو دورځپاڼې  ترمخه د قانوني  پيچلتيا وو له امله بېنظير  هغې  سياسي  ډلې  نوم نه اخلي  په كتاب كښې بې نظير بوټود ولس  مشرمشرف سره د ملاقات خبره هم كړيده  چي په هغه كښې  يې  ورسره  دقتل  دسازش په هكله خبري شويدي هېواد ته بېرته راستنيدلو په هكله  بېنظير ليكي  چي كله په قائد اعظم هوائى ډګر كوزه شوم نو ما محسوس كړه  چي زما د وږو زيات بوج كوز شو دغه  احساس د اّزادۍ وو  په كتاب كښې  زياته شويده  چې  زه او اّصف  زرداري  رامنځته كيدونكي  خطروڅخه  خبر وو ځكه په موږ دواړو كښې يو پاكستان  ته ستون شو دغه زما لپاره يوه ستونځمنه پريكړه وه.

 

 بې نظير بوټو ليكي

  زما  بچيانو هم غوښت چي له ماسره هېواد ته ولاړ شي  په كتاب كښې  بې نظير بوټو  داسلام او لويديځ ترمنځ  وروغې  جوړي  ته غاړه ايښودلو باندې  ټينګار كړيدي  نوموړې ليكي  چي  د تهذيبونو  ترمنځ  ټكر له منځه وړلو لپاره  لازمه ده چي  تجارت ټيكنالوجى ، تعليم جمهوريت ته وده وركړل شي ددې  دلاري   د اسلام او لويديځ  ترمنځ  اړيكي ټينګيدى شي دورځپاڼې درپوټ ترمخه  چي كله بېنظير قتل شوه په دغه  ورځو كښې  دي د كتاب ترحتمى بڼه وركوله  دغه كتاب به د فبروري په دويمه   اوونۍ كښې  خپور شي .