کور / شعر / دتیمور خاطره

دتیمور خاطره

 


زه افغان یم زه بچئ دستر خیبر یم
له امو نه ترجیلمه لر اوبر یم


دپامیرپه سر می کور دئ دبابا
له مردانه تر جوز جانه یو ټبر یم


له چمن کویټې نه پروت یم ترسستانه
په بامیانو په تخار او په مقر یم


بدخشان اوکندهار نه ترهراته
زه بابا یم هندوکش یمه سپین غر یم


په پکتیا مزار  او ښکلي ننګرهار کي
زه په سوات او باجوړ او پیښور یم


له عزني اوغور نه لاړم تر ډهلي
دغوري اوغزنوي په دوښمن بریم


دډهلي له تخت اوتاج نه پرې ورتېر شوم
زه دښکلې پښتونخوا دغرونو سریم


دپنجاب له رنجت سنګه تپوس وکړۍ
اوړئ ژمئ لوړ ولاړ لکه نښتر یم


مکناټن اوګورګین دواړه پری خبردي
په شا نه یم لګیدلئ په ټټر یم


داسمار غرونه رغونه شاهدان دي
خدمتګاره خاطره د ګوډ تیومر ریم


دزمري میاشت ۱۳۷۶
محمديوسف خدمتګار مزدور زوی