کور / سياسي / دکندهارعملیات : د ښاغلي حامد کرزي له پاره یو چلینج

دکندهارعملیات : د ښاغلي حامد کرزي له پاره یو چلینج

قریب الرحمن سعید : د افغانستان د سیاسې امور و شنونکې او لیکوال .

دهلمند دنادعلی د ولسوالۍ د مارجې دسیمي په څیر دا ځل د قندهار د نظامي عملیاتو له پاره امریکایي نظامي او تبلیغاتي شبکو ډیر ستر تبلیغات پیل کړی او دا عملیات یا په اصطلاح د ازادۍ غوښتونکو ځوواکونو څخه ( چې امریکایان یي په خپل هیواد کې ترورستان بولې،) دقندهار پاکول دخپل فوځي شتون یوه ډیره مهمه اجندا بولي او د بري له پاره یی دادی لکه دتیرو عملیاتو په څیر په لسګونه زره تر خولې په وسله سنبال مختلف الملیتي فوځونه را غونډوي .

دا په داسې حال کې چې نژدې یوه میاشت مخته ولسمشر کرزي هملته په قندهار کې دولسې خلکو یوې غونډی ته هغه وخت چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سر قومندان مک کرسټل یي تر څنګ ناست و، د وینا کولو په وخت کې وویل چې هیچا ته به اجازه ور نکړې چې د خلکو د خوښې پرته دلته نظامي عملیات پیل کړی . ښاغلي کرزي دسیمي د سپین ږیرو اومشرانو د مخالفو آندونو د اوریدو وروسته د امریکایي ځواکونو د مشر جنرال مک کرستل لورې ته په کتلو سره وویل چې څوک شته چې دا خبري درته و ژباړی ؟ په داسې حال کې چې نه یواځې دهغه ژباړن ورته دا هر څه نقطه په نقطه ژباړل او هغه یي پرې خبراوه، بلکه د هغوې نظامي راپورچیانو یي ویډیویي فلمونه هم جوړول .

ددې تر څنګ هغه پلټنې او ریسرچ چې امریکایانو په قندهار کې د جنګ د مخه دنظامي عملیاتو دکیدو په خاطر د ډیرو سترو لګښتونو په واسطه تر سره کړې و هم را ډاګیزه کوې چې په دې پلټنو کې دپوښتنونکو په ځواب کې ۹۴ سلمه خلکو رایه ورکړی چې د نظامي ځواکونو دعملیاتو سخت مخالف دي ، او تر څنګ یی ۷۵ سلمه رایه ورکړې چې هغوې د بیروني اشغال پر خلاف درا ولاړ شوی غورزنګ کسان (طالبان ) خپل ورونه ګڼي ….

دهلمند دولایت دمارجې په ولسوالۍ باندي د مرګونی تصفیوی نظامي عملیاتو تر نامه لاندي د هغه سیمي نژدې یولک کسان بې کوره کړل شول ، ترور شول ، د لوږې او تندی سره مخ شول ، کوچنیان او ښځي یی دمختلفو ناروغتیاو له کبله په بیدیا کې ، په لوڅو دښتو کې پراته ددې فاني نړۍ څخه و کوچیدل او د ورکو( ګمنامه) شهیدانو په نوم په لسګونو کسان ددې وحشت اوترور د لښکرو په لاسو له منځه ولاړل ، هیچا یي هم پوښتنه و نه شوه کولې یواځې دهیواد دمشرتابه د هیئت مشر یوه کوچنۍ نجلۍ چې د نهو شهیدانو وارثه وه په غیږ کې و نیوله او دهغې د ړندو او بې وزله اوښکو سره یي خپلې اوښکې هم ورګډي کړې . او بیروني فوځونو ته یي ګواښ وکړ چې نور په خپل سر دا ډول نظامي عملیات تر سره نه کړی .

امریکایی زبرځواک اودهغوې د قوماندي لاندې د ایساف ځواکونو د مارجې د نظامي عملیاتو دپیلامې څخه نزدې یوه میاشت مخته پراخه تبلیغات پیل کړی و او ان د امریکایي ولسمشر اوباما څخه یي د دې عملیاتو د بري له پاره ( ۳۰۰۰۰ ) اضافي عسکر راغوښتي و . امریکایی ولسمشر او فوځي جنرالانو یي دانظامي عملیات د امریکایي فوځونو له پاره یو چلنج ګاڼه او د امریکا ولس ته یی د ډاډ ورکولو په خاطر دا عملیات ډیر مهم ارزول . د ډیرو زیاتو تبلیغاتو او هلته په مارجه کې د وحشت د لښکرکشۍ وروسته معلومه شوه چې هلته داسې کوم ځواک نه و چې د امریکایانو ددې په وسله سنبال عسکرو مقابله وکړي .

په حقیقت کې په هیواد کې میشتو امریکایی جنرالانو، چې د امریکا د ولس دملاتړ څخه لګیا دې بې برخي کیږي ، غوښتل دامریکا د ولس توجه د افغانستان خرابې امنیتي وضعې ته را وګرځوي اوتر څنګ یی یو شمیر هغه اروپایي هیوادونه چې همدا اوس د خپلو ولسونو سره لاس وګریوان دی قانع کړی او د افغانستان وضع ورته دومره کړکیچنه او خرابه انځور کړي چې د خپلو اړوندو حکومتونو څخه د افغانستان څخه د فوځونو د بیرته را ویستلو د غوښتنې څخه لږ تر لږه اوس لاس واخلي . اما دهیواد اوسنۍ امنیتي وضعه، اوهره ورځ دبې ګناه انسانانو وژل او تر څنګ یی د بیرونې نیواکګرو ځواکونو د له منځه وړلو لړۍ، چې په دومره ځواکمنه توګه روانه ده ، پخپله ډاګیزه کوې چې دوې درواغ واي او پخپله دهغوې خپرونې په خپلو فوځي جنرالانو باندی د درواغو ویلو تور لګوي .

د قندهار دنظامي عملیاتو پیلامه ، په هغه ولایت کې د نظامي مخالفو ځواکونو د له منځه وړلو له پاره نه بلکه د خپلو فوځو نو د مصروفیت له پاره او هم دخپل ولس د قناعت له پاره د یوې لارې د پیدا کیدو په خاطر یو قدم دي . ځکه همدا اوس دادې په امریکا کې د امریکایي ولس له اړخه د امریکا د نظامی ځواکونو شتون ، او په دې اړوند د یوې څرګندې نظامي سترا تیژۍ نشتوالې، یوځل بیا تر قوي پوښتنې لاندې راوستې دې .

د امریکا سترې ورځپاڼي او خپروندویه رسنۍ اوس د امریکا د ولس دا خبره په غبرګه نشروی او داوبا ما دحکومت څخه غواړی چې د خپلو ځواکونو د را ویستلو له پاره د ایکزټ سټراټیجي (The Way Out) را پیدا کړي . د نیوریاک ټایمز اخبار همدا خبره څیړلې او دمې په دریمه یي لیکلي دي چې دامریکا ولسمشر چې تیر کال د دسمبر په میاشت کې یي داسې قانع کونکې ستراتیژي جوړه کړه چې د هغې له مخې یي د ( ۸۵۰۰۰ ) شته امریکایي عسکرو د ملاتړ له پاره ( ۳۰۰۰۰زره) نور په وسله سنبال تازه عسکر ور واستول . ددې عسکرو د ورلیږلو څخه یی موخې داوې چې دوې به دازادۍ د جنګیالیو پر خلاف جنګیږي او ددوې څخه به یوه کوچنۍ ډله د افغانستان د ملي اردو په روزنه کې برخه اخلي ترڅو دامریکایي او ناټو د ځواکونو د وتلو نه وروسته دخپل هیواد نه په ښه توګه دفاع وکړاې شي …..اخبار مخته کاږي چې ډاګیزه شوې چې د اوباما دا پالیسې چې دهغه د ستراتیژۍ مهمه او مرکزی برخه یې جوړوله اوس له ناکامۍ سره مخ ده .

داسې بریښې چې دامریکایي ولسمشر اوباما اودهغه د نظامي جنرالانو تر منځ باور ورځ په ورځ کمیږی ، ځکه دهغه څه له پاره چې د پنتاګون مشرانو دغه اضافی عسکر را غوښتی وول هغوې هم د خپلو اسلافو په څیر په دې و نه توانیدل چې د ازادۍ دجنګیالیو روحیه را کمزوري کړی او یا د افغانستان د ازادی غوښتونکي ولس د ازادۍ روحیه ورماته کړي .

تیر کال امریکا او هم دناټو غړو هیوادونو دا هڅه او هاند کاوه چې دخپلو ولسونو د قناعت تر څنګ نور هغه هیوادونه چې غوښتل یي خپل عسکری ځواکونه د افغانستان څخه را وکاږي دنورو لا زیاتو ځواکونو د استولو له پاره را وګماري خو د افغانستان اوسنۍ امنیتي وضعه دا ډاګیزه کوي چې نه خو د امریکایانو اضافي فوځ په دې وتوانید چې د هیواد په اشغال کې خپلې منګولې نورې هم ورکلکې کړي او نه د نا ټو دغړو هیوادونو عسکر په دې و توانیدل چې دخپلو ملګرو دمرګ ژوبلې څخه مخنیوی وکولاې شی . دادې دهمدې نظامي خوزښتونو پایلې دي چې د المان مهمو اخبارونو او ګوندونو ددغه هیواد مشره ، مرکل ، په افغانستان کې د الماني فوځونو په شتون اودخپلو فوځونو دخوزښتونو په اړه په درواغو متهمه کړه .

د بلې خوا د امریکایي پټو ځواکونو او هم د هغوې د لاس پوڅو وسله والو کړیو له اړخه نه یواځې د قندهار بلکه په ټول هیواد کې زمونږ دقومي مشرانو او غښتلو قوماندانانو ترورول په ډیره وحشیانه توګه دوام لری . په قندهار کې د شمیرو له مخې دا ( ۴۰۰وم) قومي مشر دې چې د امریکایانو د یرغل نه وروسته تر اوسه پورې په یوه نوم اوبل نوم ترور شوی دي . په قندوز ، بغلان ، تخار ، مزار ، بدخشان او ….کې تر اوسه پورې په لسګونو مجاهد مشران له منځه تللې او دا لړۍ لا روانه ده . تر څنګ یي د امریکایي ځواکونو له اړخه د افغانستان د عام ولس پر خلاف خو لا پریږده چې دخپلو اړوند کسانو پر خلاف یي هم شپیني پراخه عملیات پیل کړی چې لړۍ یي د ولسي جرګې غړو ته هم رسیدلې ده .

د امریکایانو دغه بې دریغه لاسوهنو، خپل سریو ، د ازادو اسلامي هیوادونو اشغال او استعمار او دهغوې استثماري پالیسیو د ازدې نړۍ د ازادو وګړو حوصلې را تنګې کړې او امریکایان ددې پر ځاې چې د خپل هیواد دامنیت دخوندي ساتلو له پاره یي کوم قدم پورته کړی وي دادې جنګ او بمباري یي پخپله خپل ولس ته ډالۍ کړه . د نیویارک دښار ټایمز سکویر کې د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټړ کشفیدل ددې ګواهي ورکوی چې دا جنګ که امریکایان یي ژر تر ژره مخنیوی و نه کړي نو امریکا ته هم ور رسیدلې دی .

امریکایانو او ناټو هیوادونو ته په کار دي چې پخوا له دې چې ددوې خپل هیوادونه ددې (Ghost war) په لمن کې را و نغاړي ، د جنګ د ډګر نه د راوتلو په فکر کې شي . او دا کار هله شونې دې چې د افغانستان ازادي او استقلال له پاره د مخالفینو سره یو ځاې یو ځانګړې تګلاره جوړه کړی او بې له ځنډه یی پلې کړی .

دا به دښاغلې کرزې له پاره هم یو چلنج وی چې په قندهار کې د نظامي عملیاتو د پیلامې نه د امریکایي ځواکونو مخه ونیسې ، دا به هغه ته امریکا ته دسفر په وخت کې ډاګیزه شي چې ایا ددې توان به ولري او که نه ؟ که چیرې هغه و نه توانید چې ددې سترې تباهۍ څخه خپل ولس وژ غوري نو بیا خو به یي دا اوسنې شعارونه هم هسې او بې باوره و ګرځي . پاې