ډاروونکي پيغامونه

د لراوبر اداره | مې 7th, 2010


ژباړه: محمد رفیع واکمن
څه موده مخکې له ما څخه زما موبایل ورک شو او زیار مې ووېست چې خپل هغه موبایل ته زنګ ووهم چې له بل چا سره و، ما ډېر زنګونه وهل بالاخره زه نور ستړی شوم، خو بیا هم خپل نمبر ته به مې زنګونه وهل او ډاروونکې پیغامونه به مې ورته لېږه، داسې پیغامونه به مې لېږه: ته چېرته یې؟ زه به تاسې پیدا کړم زه به هرومرو تاسې تر لاسه کړم….
وروسته تر پنځو میاشتو ما خپل موبایل پیدا کړ او په هغه موبایل کې تقریباْ 243 پیغامونه ما ته را لېږل شوي وو او ډېر ډاروونکې پیغامونه پکې و، خو بدبختانه چې له ما څخه خپل ډارونکې پیغامونه چې ما خپله خپل نمبر ته لېږلي و له ما څخه هیر شوی و.
بس وروسته تر لنډه وخته به پیغام راغی: ته چېرته یې؟ زه به تاسې پیدا کړم، زه به تاسې تر لاسه کړم…. زه وارخطا شوم او خپلې مور ته مې وویلې: مورې څوک غواړې چې ما ونیسي هغې را ته وویلې: دا ستا خپل پیغامونه دي مه ډارېږه.

Copyright Larawbar 2007-2024