کور / نثر / دلاروبندول ثواب دي اوکه ګناه ؟

دلاروبندول ثواب دي اوکه ګناه ؟

دلاروبندول دخلکوازارول دي دخلکوبيګناه ازارول لويه ګناه ده ٠پدي مسافرينوکي به زاړه خلک واړه ماشومان ښځي اوناروغان وي ددوي ګناه څه دي چه يوتعدادخلک دخپلوسياسي،شخصي اويانورو اغراضو په خاطر لاري بنده وي که ستامشکلات وي دحکومت سره به وي لاړشه عريضه وکړه قانوني اوشرعي خپل حق وغواړه ستادښمني دولس يادخلکو سره نه دي چي ددوي نه انتقام اخلي ٠اياته دکوتاه الطريقي ياساده ووايم دلاري دبندولو دخلکو دازارولونه خبرئي چي څومره لويه ګناه ده اوکه نه دادي اوريدلي چي مظاهره کوم اولاري بندوم ٠اول ځان پوه کړه بيايوکارکوه ناپوهه خلک هروخت خلک ازاره وي مونږ بايد دخپلو خلکو دازار سبب نشوودافغانستان خلک ډيرزوريدلي دي نورئي بايد بي ګناه ونه زوره وو اوهر څوک چي افغانان زوره وي هغه ته دي خداي سزا ورکړي٠اودخداي په قهراوغضب دي اخته شي٠
هرسياسي بدماش سرک ته راووځي اولاره بنده کړي٠ دابي غيرته بي قوته اوبي کفايته حکومت دهيڅ کار ندي حکومت ورته نه وائي چي لاره مه بندوه خلک مه ازاره وه ګډوډي مه جوړه وه لاړشه قانوني کار وکړه عارض شه دخپل حق پوښتنه رسمي وکړه ٠اصلي خبره داده چي دافغان حکومت په لوړو چوکيوکي هغه څوک کار کوي چه هغوي خپله قانوني کارنکوي اونه قانون تطبيقوي هغوي خپله مردم ازاره پدرازاره اوکوتاه الطريقان دي اوپه ګډوډيوکي لاس لري اوياډيربي کفايته دي دوي خلکوته دخدمت کولو قابليت نلري سګ بازان ،قماربازان، بودنه بازان ئي دولايت په چوکيوګمارلي دي هغوي دخلکو حقوق څه پيژني چي خپله خوشحاله وي فکرکوي ټوله دونيا خوشحاله ده٠خپلي اصلي خبري ته به راشم مظاهري کوي لاړشه يو لوي چوک کي ودريږي سترګي پټي کړه اوخوله خلاصه کړه چي څه وائي هغه وايه ٠دخلکو وهل ددوکانونواوموټرونو سوځول ياخلک وژل داکناه ده داظلم ده دا بي عقلي ده دامظاهره نده دانوري خبري دي٠
که هرڅوک په هره بهانه لاري بنده وي اودخلکو دتکليف سبب کيږي دادوالي وظيفه ده کوتاه الطريقان بايد پري نږدي چي لاري بندي کړي اوګډ وډي جوړه کړي