کور / سپورټي / کرکيټ: پاکستان له سياليوو ووت، جنوبي افريقا وبايله

کرکيټ: پاکستان له سياليوو ووت، جنوبي افريقا وبايله

په ويسټ انډيز کي دشلوواورنو کي دکريکټ نړيوالي سيالي دانګلستان او نيوزليندلوبډلو په بريا او دپاکستان او د جنوبي افريقا لوبډلو له ماتي سره پرمخ ولاړې.
د ٢٠١٠کال دکريکټ شل اوريزو سياليودسوپراېټ پړاو په لوبو کي تيره ورځ دوه لوبي وشوي چي په لمړي لوبه کي دپاکستان ملي لوبډله دنيوزليندملي لوبډلي سره دلوبي ډګرته ووتي او لمړي منډي دنيوزليند لوبډلي پيل کړي او په شلوواورنو کي داوولوبغاړو په سوزيدو سره يي خپلي سيالي لوبډلي ته ديوسلودري ديرش منډوهدف وټاکه چي په ځواب کي دپاکستان ملي لوبډلي په شلوواورنو کي داوولوبغاړو په سوزيدوسره يوسلو دوه ديرش منډي وکړي او لوبه ديوي منډي په توپير سره دنيوزليند لوبډلي په ګټه پاي ته ورسيده او دپاکستان ملي لوبډلي لدي ماتي سره ددي سياليو ځخه بي برخي شوو .
همدارنګه ددي سياليو په دويمه لوبه کي دانګلستان ملي لوبډله دسوت افريقا لوبډلي سره لوبه وکړه اولمړي منډي دانګلستان لوبډلي پيل کړي چي په شلوواورنو کي داوولوبغاړو په سوزيدوسره يي خپلي سيالي لوبډلي ته ديوسلواته شپيتومنډو هدف وټاکه چي په ځواب کي دسوت افريقا ملي لوبډلي په شلوواورنو کي دټولولوبغاړو په سوزيدوسره يوسلونهه ويشت منډي وکړي او لوبه په څلورديرش منډو سره دانګلستان ملي لوبډلي په ګټه پاى ته ورسيده.
ديادوني وړده چي ددي سياليو په نورولوبو کي به د اسټراليا ملي لوبډله سريلانکاملي لوبډلي سره دلوبي ډګر ته وځي او هندوستان ملي لوبډله به دکوربه ويسټ انډيز سره لوبه وکړي .