کور / تازه خبرونه / نن د مور نړيواله ورځ ده

نن د مور نړيواله ورځ ده

نن يانې د زېږديز كال د مى د مياشتې نهمه نېټه د مور نړيواله ورځ ده چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو كې لمانځل كيږي.
دغه ورځ چې د مى مياشتې پر دويمه يك شنبه لمانځل كيږي، خلك په كې خپلو مېندو ته ډالۍ اخلي او د دې ورځې مباركې وركوي.
په ۱۹۰۷ كې يوې امريكايۍ ښوونكې انا ايم مارجويس، دا هڅې پيل كړې چې بايد د مور ورځ ولمانځل شي،او په ۱۹۱۴ كې بريالۍ شوه، او همدا ورځ يې د مور انا ريويس مارجويس په وياړ ولمانځله، او د امريكې ولسمشر ويلسن مى دويمه يك شنبه د عمومي رخصتۍ او د مور د نړيوالې ورځې په توګه اعلان كړله.
د يادوني وړ ده چې ځينې هېوادونو دغه ورځ په مارچ كې هم لمانځي