کور / سياسي / د جگړې د برحقۍ د کچې را ټېټېدنه

د جگړې د برحقۍ د کچې را ټېټېدنه

۸ می ۲۰۱۰
ليکوال:بروس ريچاردسن
ژباړونکی : رحمت آريا


د یوه فاشیست تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې هېڅکله نه غواړي د ولس غوږ ته رښتیا او رښتونولي په سمه توگه ورسوي برعکس ، فاشیست غواړي له رسنیو څخه د یوې وسیلې په توگه کار و اخلي ځکه فاشیست او د هغه ډلې ته له همدې لارې څخه پیسې او واک دواړه په لاس ورځي. امریکايي فاشیزم ترهغه مهاله له گواښ او خطره ډک نه دی چې د کارتلانو له ډلو سره ېې د یوې ټاکلې موخې پر لور ټلواله نه وي جوړه کړې، دغه کارتلان دي چې په لوی لاس د ټولنې د رسنیو پر مخ خپل فاشیستي زهر شیندي…. دوی ادعا کوي چې هیواد پاله دي خو هغوی په اساسي قانون کي د مدني آزادیو هر ژمنه دړې وړې کوي. هنري والیس. د امریکا مرستیال ولسمشر. ۱۹۴۴ زکال 1


” د هرې ورځې په تیریدلو د عراق په اړه د امریکا د ادعاوو ډډې په کلکه را سپړیږي ، د عراق له جگړې څخه د ملاتړ د کچې د راټیټدا لامل په دغو ټکیو کې رالنډیدای شي: د ډله ییزو وژنو د وسلو په اړه د امریکا بې بنسټه ادعاوې، له القاعدې سره د صدام حسین تړاو، د مخورو او نامتو رسنیو له خوا د انترکس د بریدونو بې ځایه تورونه او نور؛ اوس څرگنده شوې چې دغه بیلگې د څارگړو ادارو، دولت، رسنیو او نورو جگړه خوښوونکو ډلو له خوا جوړې شوې ، په همدې ډول موږ دې ته اړکیږو چې د افغانستان پيښې ته هم له ورته لید لوري او کړکۍ وگورو” . [ و گورﺉ: لمنلیک2]    

لا تر اوسه د اسامه بن لادن په اړه یو شمیر شکونه پر خپل ځای دي چې آیا نوموړی د سپتامبر د یولسمې د پیښو طراح وو که نه. بن لادن د پیښې په لومړیو وختونو کې په څو څو ځله د پیښې مسوؤلیت غندلی وو. خو په را وروسته ویدیويي پیغامونو کې ېې د سپتامبر د پیښې ستاینه کړې او په پیښه کې د لاس لرلو مسوؤلیت ېې منلی دی. امریکايي څارگرې ادارې ډاډ لري او مني چې د پیښې طراح او پلی کوونکی خالد شیخ محمد وو. په خټه پاکستانی خالد شیخ محمد له دوه وو کالو فزیکي او رواني ځورونو وروسته د ۲۰۰۷ زکال د مارچ په مېاشت کې د کیوبا د گوانتانامو په ټاپو کې د پوځي محکمې مخې ته د پيښې طرح او پلي کیدنه  په ځان ومنله. د سپتامبر د یولسمې له پیښې وروسته د بن لادن یو شمیر ویدیویي او راډیویي پیغامونه راووتل چې لادن په هغو کې د پیښې مسوؤلیت مني او داسې ښکاري چې گواکې لادن له دغو بریدونو څخه د ځان په گټه کریدت اخلي. خو د جناﺋـي – عدلي څانگو شننونکو داکثریتو  دغو ویديويي او رادیويي پیغامونو اعتبار غندلی او ویلي ېې دي چې دغه پیغامونه ” جعلي” دي. 

د سي آی اې پخوانی افسرا [ انجیلو کاداویلا3] د بن لادن د پیغامونو له اوریدلو وروسته داسې وویل : 

” داسې ادعا کیږي چې د ‘ آډیو’ او ‘ ویډیو’ په کسیټونو کې غږ او انځور د اسامه دي خو دغه ادعا به هېڅکه کارپوه څارونکو ته د قناعت وړ نه وي. دغه سړی چې په ویډیو کې ښکاري اسامه ته ورته نه دی. په یو شمیر ویډیوگانو کې د هغه پوزه سامي نژاده گوربت یا عقاب ته ورته ده، خو په یو شمیر نورو کې ېې پوزه لنډه او په یو شمیر کې لږ پلنه ده. په هېڅ یوه کسټ کې ما داسې سړی ونه موند چې اسامه ته ورته وي. ددې ترڅنگ هغه شفاهي لغاتونه چې په لومړیو کستونوکې ویل شوي د نن ورځې د رښتوني اسامه له لغاتونو څخه کلک ماهوي توپیر لري. و گورﺉ: [ لمنلیک4] 

امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۴ زکال کې تش په نامه یو ویډیويي کسټ په افغانستان کې ” وموند”؛ ټولیز باور دا دی چې په کسټ کې څرگندیدونکي سړی بل څوک دی چې د اسامه بن لادن په جامو او څیره کې راښکاره کیږي او د سپتامبر د یولسمې د پیښو ستاینه کوي. خو هغو کسانو چې بن لادن له نیږدې لیدلی بشپړ ډاډ لري چې په ویډیو کې ښکاریدونکی سړی د هاغه وخت د رښتوني لادن په پرتله دروند وزنی او پلن مخی وو او باور لري چې دغه سړی یوازې یو اکتر دی له دې امله دغه ویډیو یوه جعله ویډیو بولي.

 د شوروي کي جي بي او د هغې ځای نیوونکې اداره [ ایف ایس بي5 ] چې اوس په افغانستان کې هم فعالیت لري د جعلي ټیپونو او نورو جعلي لاسوندونو په جوړولو کې نړیوال نوم لري. د گزارش پر بنسټ دغه ویډیو د روسیې د ایف ایس بي له ملاتړه برخمنې د احمد شاه مسعود د شمالي ټلوالې د ډلې له پلوه سي آی اې ته ورکړل شوې ده، شمالي ټلواله له ډیرو وختونو را په دیخوا د کي جي بي او د هغې د ځای نیوونکې څارگرې  ادارې لپاره د جاسوسۍ اوږد مهالې وسیله ده. هر گوره، بن لادن ته د سزا د ورکړې لپاره زباد یا ثبوت ته اړتیا شته او لا تر اوسه په زباد نه ده رسیدلې؛ څو موده مخکې یوې هسپانوي محمکې اعلان وکړ چې د سپتامبر د یولسمې په پیښه کې د شمالي افریقا یوې ترهگرې ډلې لاس درلود، محکمه وايي چې ددغه برید تابیا او تړون د جرمني په هامبورگ کې نیول شوی وو چې د ځان وژونکو د یوې ډلې له پلوه تر سره شو، دغه ځان وژونکي ۱۹ تنه ول چې له ۱۹ تنو څخه ېې ۱۵ تنه د سعودي عربستان وگړي ول. اوس دلته دا پوښتنه رامنځته کیږي چې : په دغه پیښه کې څنگه او ولې د اسامه بن لادن پښه راگډیږي، اسامه بن لادن خو د ملا محمد عمر د امنیتي ځواک تر بشپړې څارنې او سترگو لاندې وو، دغه امنیتي ځواک دنده درلوده چې د بن لادن مخه له هر ډول بهرنیو اړیکو څخه ونیسي نو څنگه لادن وکولای شول ددغسې پیچلو عملیاتو لارښوونه په غاړه واخلي؟ و گورﺉ : [ لمنلیک6] 

کله چې یوه پیښه رامنځته کیږي لومړنۍ پوښتنه چې باید وشي دا ده چې پیښه چا رامنځته کړې ، څوک او څنگه ورڅخه گټه اخلي او د پیښې پر وړاندې له تدابیري اقداماتو څخه څوک او څنگه گټه اخلي. د روسانو [ د ایف ایس بي] د ۲۰۰۴ ز کال د کسټ سرچینې ډیرې پوښتنې رامنځته کوي. آیا مسکو په دې پوهیده چې دداسې پیښې په رامنځته کیدلو به امریکا کلک او پراخ پوځي غبرگون له ځانه را څرگند کړي او آیا دا شوني ده چې مسکو دې له امریکايي پلټونکو سره  د همکارۍ لپاره غوره شوی وي؟ د روسیې او امریکا ترمنځ د کسپین د باسین او د منځنۍ آسیا د انرژۍ د افسانوي بډایو سرچینو پر سر سیالي او د یو بل پر وړاندې د دسیسې جوړول پر خپل ځای پاتې او دواړه ېې ترخپلو چپنو لاندې یو بل ته چړې په لاس ولاړ دي. آیا مسکو ددې وړتیا او وسه لري چې امریکا ته د افغانستان په خاوره کې د ناپاېې جگړې لومه کښیږدي او د تیلو په اړه د امریکا د هیلو مخه ور ډب کړي ؟ ترڅو امریکا و نه شي کولای له منځنۍ آسیا څخه د تیلو نللیکې وغځوي، او د تیلو د پلټنو په اړه د اړوندو بنسټونو او منځنۍ آسیا ته د نښلیدونکو سړکونو په جوړولو کې مخنیوی وکړي. له طالبانو څخه د یوه شیطاتي ځواک د جوړولو په پروپاگند کې د شمالي ټلوالې سیاسي او اقتصادي انگیزې دومره روښانه دي چې د پلټنې او شننې وړ نه دي. له بلې خوا اسامه بن لادن امریکا ته د ترهگرو د مشر د ونډې په لوبولو کې خپله ونډه لري، امریکا د هغه په څیره کې د خپلو هیوادنیو سیاسي ، اقتصادي او دیپلوماتیکو گټو7 توجیه ویني چې د تښتېدلي شیخ د پلونو د خاپ په موندنه کې هلې ځلې کوي او په دې پلمه ېې د یوې درندې ناپاېې جگړې  پیټې په اوږو کړی دی،  خو د جگړې  تر دغه درانده پیټي لاندې سترې گټې یوازې د امریکا د سترو شرکتونو کڅوړو ته ور لویږي چې تاوان ېې امریکايی لښکر په غاړه اخلي. 

په دې وروستیو کلونو کې د امریکا په سیاسي شننو او د بهرنې پالیسۍ د اندیښنو په کرښو کې تل دې انگیرنې رنگ اخیستی چې گڼې اسامه بن لادن لا تراوسه ژوندی دی. جورج ډبلیو بوش د ولسمشر په توگه دا ژمنه کړې وه چې یا به اسامه بن لادن ژوندی نیسي او یا به ېې مړی را پیدا کوي. خو اوس ویل کیږي چې د اسامه بن لادن د نیولو لپاره په افغانستان کې د امریکا د پوځي لښکر ډیریدل اړین دي . رسنۍ په پرله پسې ډول د ” اسامه بن لادن نوي پیغامونه” خپروي . خو که پوښتنه وشي چې اسامه بن لادن د ۲۰۰۱ ز کال په دسامبر کې وژل شوي وو نو بیا به څه وشي ؟ دا هغه مهال دی چې دهغه وروستنی پیغام په رادار کې اوریدل شوی وو! 

د ۲۰۰۱ زکال د دسامبر په ۲۶ نېټه د مصر د الوفا په ورځپاڼه کې یوه مقاله خپره شوه چې سر لیک ېې ” د اسامه بن لادن مړی او لس ورځې مخکې خاورو ته د هغه د مړي د سپارلو خبر” نومیده. د همدغې کیسې پر بنسټ چې په پاکستان کې د دسامبر په۲۵ نېټه د یوه څارونکي له خوا خپره شوې داسې راغلي دي :

 ” اسلام آباد : د افغان طالبانو د غورځنگ یوه لوړ پوړي چارواکي پرون د القاعدې د ډلې د مشر اسامه بن لادن د مړینې خبر ورکړ، چارواکی وايي چې لادن په خپل طبیعي مرگ او آرامه مړ شو. دغه چارواکی چې نه غواړي نوم ېې واخیستل شي د پاکستان یوه ” څارونکي” ته وویل چې دی په خپله د بن لادن د جنازې په مراسمو کې وو او خاورو ته د سپارلو پر مهال ېې د بن لادن مخ په خپله لیدلی دی ، لادن لس ورځې مخکې په توره بوره کې مړ شوی وو.  چارواکی زیاتوي چې د جنازې په مراسمو کې د القاعدې دیرش تنه جنگیالي، د هغه د کورنۍ یو شمیر غړي او یو شمیر طالب ملگري راغلي ول. کله چې لادن خاورو ته سپارل کیده نو د هغه په درنښت څو هوايي ډزې هم وشوې. چارواکی زیاتوي چې ده ته اوس گرانه ده چې د لادن د قبر ځای ځایگی په ځیر په نښه کړي ځکه د وهابیانو د دود پر بنسټ پر قبر د شناختې هېڅ ډول نښه نه لگول کیږي. ” 

د سي آی اې پخواني مأمور [ رابرټ بیر 8]  یو کتاب لیکلی چې دده له کتابه په الهام د [ سریانا9 ] فلم جوړ شو، له نوموړي سره د [ نشنل پبلیک ریډیو10] د [ فرش ای ير11 ] په نامه خپرونې د ۲۰۰۸  زکال د اکتوبر په دوهمه نېټه یوه مرکه وکړه. رابرت د خپلې مرکې په پای کې خبریال [ تیري گروس 12] ته خپله وروستۍ خبره او اخیستنه وکړه او وېې ویل چې اسامه بن لادن مړ شوی دی. رابرت بیر زیاته کړه. 

” د لادن مخ بیا ښکاره نه شو. ما د سي آی اې د هغو افسرانو په منځ کې یوه سروې وکړه چې د لادن د دوسېې په پلټنو کې ښکیل دي، دغې سروې زه هک پک کړم، په سروې کې هېڅ افسر په دې ډاډه نه وو چې آیا لادن مړ دی که ژوندی. په بله وینا هغوی هېڅ نه پوهیږي. زما د خبرې موخه دا ده چې لادن د ځمکې له مخې الوتی او ورک دی. ما په سي آی اې کې کار کړی دی مادغې قضیې ته ورته بل هېڅ داسې قضیه نه ده لیدلی.” 

د بن لادن د مړینې د شوني والي زباد په یو شمیر ډاډمنو گزارشونو کې رانغاړل شوی دی او ویل شوي چې لادن د پښتورگو له ناروغۍ څخه کلک کړیده ، د لادن د اعتبار وړ وروستنۍ ویډیو د نوامبر په ۱۶ نېټه ښودل شوې وه او د څارونکو په وینا چې په ویډیو کې د لادن له مخه ښکاري چې هغه د پښتورگو په کړیدونکې ناروغۍ اخته دی، د لادن د ناروغۍ د تشخیص دغه خبره د سي این این په یوې مرکې کې له ډاکټرې [ سنجي گوپتا13 ] سره د شننې په لړ کې وشوه. و گورﺉ : [ لمنلیک14 ]. دغې ډاکټر خپل تشخیص د لادن د فزیکي ظاهر پر بنسټ وکړ او وېې ویل چې د پښتورگو په ناروغې اخته کسان دغه ډول فزیکي ظاهر لري ځکه ” پښتورگي ېې له کاره لویدلي وي ” 15 .

ددې ترڅنگ د سي آی اې پخوانیو افسرانو لکه رابرت بیر ، د ‘ اسامه بن لادن د کاري دوسیې مشر16 ” [ مایکل سکوور17] او [ انجیلو کادا ډویلا18] ټولو ویلي چې دوی د څارگرې ادارې داسې افسر نه پیژني چې د اسامه بن لادن په ژوندیتوب دې لا تراوسه ډاډمن اوسي. لنډه دا چې د اسامه بن لادن په تور بې شمیره په چلوټۍ جوړ شوي ویډیو ټیپونه ښيي چې دغه ویډیويي توکي د بوش او اوباما په ادارو کې د هغو کسانو له خوا جوړ شوي چې د جگړې د دوام ملاتړوال دي. د سي آی اې د افسر رابرت بیر دغه ویناوي د غور وړ دي چې وايي :” زما په باور بې شمیره صنعتي قرار دادیان، شرکتونه، د بې ضررو ادارو تر پوښښ لاندې یو شمیر پلټنیز او څیړنیز سلا مشورې ورکوونکي بنسټونه چې هېڅکله ېې سپینه او سپیڅلې وینا په خوله نه وي او د آزادۍ او ولسواکۍ یا ډیموکراسۍ تر نامه لاندې ژوولې خبرې کوي او یو شمیر دسیسه جوړوونکي کارپوهان ټول په دې باور دي چې دوی ته تر ټولو غوره خبره د اسامه بن لادن ژوندیتوب دي چې د ټولو کونجاړه له یوه آخوره ده.” که د امریکا دولت د اسامه بن لادن د مړینې خبر ومني نو په افغانستان کې د جگړې د دوام لپاره بله هېڅ پلمه او توجیه نه پاتې کیږي.

د اسامه بن لادن د مړیني یا ژوندي پاتې کیدلو په اړه تاسو د پلټنیزو خبریالانو ، د سي آی اې د افسرانو، د یپلوماتانو، فزیکپوهانو، د پوځي څارگرو ډلگیو د غړو او له نورو پلټنیزو سرچینو څخه د اخځ ترڅنگ کولای شي دغه سرچینې هم وگورﺉ [ لمنلیک19]