کور / سپورټي / پاکستان جنوبي افريقا ته ماته ورکړه

پاکستان جنوبي افريقا ته ماته ورکړه

د کرکيټ د نړۍ وال کپ په لوبو کي نن د پاکستان او جنوبي افريقا ترمنځ لوبه ترسره سوه، چي پاکستان د ٧ لوبغاړو په سوځېدو په شلو آورونو کي ١٤٨ منډي جوړي کړې.
د پاکستان په نننۍ لوبه کي عمر اکمل ښه لوبه وکړه چي په ٣٣ باله يې ٥١ منډي جوړي کړې.
د لوبي په دوهمه برخه کي جنوبي افريقا د پاکستان له خوا ټکل سوئ هدف پوره نکړ او لوبه يې وبايله.
جنوبي افريقا د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٧ منډي جوړي کړې.
د پاکستان د نننۍ لوبي تر ګټلو وروسته د دې هيواد له لوبغاړو سره سيمي فاينل يا نيمه پايلوبو ته ته د دې هيواد د وتلو يوه نرۍ هيله پيدا سوه.