کور / تازه خبرونه / برتانوي ځواکونو د ساپيانو کلي پر يوه کور بريد وکړ

برتانوي ځواکونو د ساپيانو کلي پر يوه کور بريد وکړ

تېره نيمه شپه هلمند مېشتو بريټانوي ځواكونو د لښكرګاه ښار د ساپيانو په كلي كي د يوه اوسېدونكي پر كور يرغل ور وړى  ،د كور څښتن يې وژلى او د هغه اوه كلنه لو ر يې ټپي كړېده .


ځايې چارواكي وايې چي په دې اړه يې پلټني پيل كړي دي .


نړيوال ځواكونه  په ياده سوې سيمه كي د يوه تن د وژل كېدو د پخلي تر څنګ د انجلۍ پر ټپي كېدو نا خبري ښيې او ادعا كوي  چي وژل سوي تن له وسلوالو طالبانو سره مرسته كوله .


ځايې خلك له افغان حكومت څخه د رامنځ ته سوي پېښي په اړه د خپلواكو پلټونو غوښتنه كوي او پر ناټو تور لګوي چي بې ګنا خلكو ته يې مرګ ژوبله  اړولې ده . د لراو بر ويبپاڼي د هلمند همکار عبدالودود هجران په دې اړه په تفصيلي راپور کي ليکي چي تېره نيمه شپه هلمند مېشتو بريټانوي ځواكونو  د لښكرګاه ښار په ساپيانو كلي كي د ځايې خلكو پر يوه كور يرغل ور ورړي   چي د عيني شاهدانو په وينا د كور يو تن عبدالغفار يې وژلى او د هغه يوه او كلنه لور فرشته يې ټپي كړېده .


د وژل سوي عبدالفغار ورور حاجي نور احمد وويل چي بهرني ځواكونه يې تېره نيمه شپه  يوه بجه كور ته وورغل د كور دروازه يې په بمونو والوزوله او پر دوئ يې ډزي پيل كړې چي په پايله كي يې عبدالغفار ووژل سو او لور يې ټپي سول .


نوموړي ددغي پېښي په اړه له افغان حكومت څخه د خپلواكو پلټنو غوښتنه وكړه او ويې ويل بايد مجرمين يې محاكمي ته راكش كړل سي  او سزا وركړل سي .


ځايې چارواكي د يادي سوي پېښي پخلى كوي د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال ويلي چي دوئ به د رامنځ ته سوي پېښي په اړه جدي پلټني تر سره كړي .


په هلمند كي د بريټانوي ځواكونو يوه وياند ((سايمن ميلر)) د دوشنبې په  ورځ  د ساپيانو په كلي كي ددوئ لخوا د يوه تن د وژل كېدو پخلى وكړ خو د انجلي د ټپي كېدو په اړه يې نا خبري وښودل .


ميلر ادعا  وكړه چي وژل سوي تن له وسلوالو طالبانو سره همكاري كوله .


دا لومړى ځل نه دى چي بهرني ځواكونه  پر نيمه شپه  په هلمند  كي د ځايې خلكو پر كورونو يرغل ور وړي او خلك وژني كابو درې مياشتي وړاندي يې هم  د نادعلي په ولسوالۍ كي پر يوه كور د ير غل پر مهال  د چارواكو په خبره  دوه تنه بېګناه خلك وژلى وه او يو يې له ځانه سره يرغمل  بېولى وو