کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ډېر ګران ـ ( د ليو ټولستوی ليکنه )

ډېر ګران ـ ( د ليو ټولستوی ليکنه )

ژباړه: پوهنمل امير محمد شينډنډی 


د فرانسې او ايټاليا سرحدونو ته نزدې د مديترانې د ساحل په غاړه يو کوچنی هيواد پروت دی چي ماناکو نوميږي ددې ځای د ټولو اوسيدونکو شمېر ٧٠٠٠ تنو ته رسيږي او که چېري د دغه ځای ټوله ځمکه ووېشله سي نو ښايي چي د هر چا په سر يو جريب رسيږي خو که څه دا چي دغه هيواد کوچنی دی بيا هم پاچا لري چي هغه ماڼۍ، درباريان، وزيران، جنرالان، پوځ او پاپ(ملا) لري٠ 


د ده پوځ ټول شپېته تنه دی په دغه هيواد کښي د نورو ځايونو په شان ماليات وجود لري، يوه ماليه پر تنباکو، بله يي په شرابو او همداراز د هرسړي په سر ماليه وضع کيږي لکه څنګه چي په په نورو ځايونو کښي سګرټ څکول کيږي دلته د سګرټ څکولو عادت نسته خو د نورو ځايونو په شان خلګ شراب څښي خو دلته ځيني کسان سته چي پاچا د هغوی په وړاندي لږ څه له سختۍ څخه کار اخلي تر څو چي خپل درباريان، منصبداران او خپل ځان تغذيه کړي او دا د دې لپاره چي دی بل نوی ځانګړی عايد لري او دغه ځانګړی عايد له يوې قمارخانې څخه لاس ته راځي او دا هغه ځای دی چي همدلته خلګ د رولټ لوبه تر سره کوي٠


دلته خلګ لوبه کوي او دا چي څوک لوبه ګټي او يا يي بايلي د قمارخانې د خاوند له پاره په دواړو حالتونو کښي خپله ونډه سته او د دغې ونډي څخه يوه زياته اندازه پيسې ورکول کيږي کوم دليل چي دی ولی دومره زياته اندازه پيسې پاچا ته ورکوي دا دی چي دا يوازينۍ قمارخانه ده چي تر اوسه پوري په ټوله اروپا کښي وجود لري٠   


د جرمني ځينو کوچنيو واکداريو هم دا ډول قمارخانې درلودې خو څو کلونه پخوا دوی د دې کار څخه منع کړل سوي, هغه دليل چي د دوی د مخنيوی سبب سو دا و چي دوی ډېر زيان رامنځ ته کاوه، يو سړی به راغی او خپل بخت به يي وازمايه او هغه پيسې چي به يي درلودې ټولې به يي وبايللې او حتا هغه پيسې چي د ده خپلې نه وې نو هغه به يي هم له لاسه ورکړې او وروسته به ناهيلی او مايوسه سو او ځان به يي په اوبو کي ډوب او يا په توپانچه وويست له دې کبله جرمنيانو د خپلو حاکمانو څخه وغوښتل چي د دا ډول پيسو له پيدا کولو څخه ډډه وکړي خو داسي څوک نه وو چي د ماناکو پاچا منع کړي او هغه خپلې انحصاري دندې ته دوام ورکړ٠ 


له دې کبله هر څوک چي اوس غواړي قمار و وهي نو ماناکو ته ځي، که چيري يي څوک ګټي او يا يي بايلي خو د پاچا ګټه په هر صورت کي وجود لري(ډبريني ماڼۍ په ريښتيني کار سره نه جوړيږي) دا متل دی خو د ماناکو پاچا په دې پوهيږي چي دا يو ناوړه کار دی خو دی څه وکړي؟ دی بايد ژوند وکړي که څه هم چي عايد يي د سګرټو او شرابو څخه په لاس راسي او ناوړه کار وي٠


په دې توګه دی هم ژوند کوي او هم حکومت او پيسې په لاس کي لري چي خپل دربار د يو واقعي پاچا په څېر د معمولو تشريفاتو سره سم پر مخ يوسي٠


دی د تاج پر سر ايښودلو پر ځای او همدا شان د مالياتو د اخيستلو، بخشش ورکولو، محاکمه کولو او بخښلو توان لري، دوی عدلي او قضايي محکمې لري لکه څنګه چی نور پاچاهان يي لري خو په کوچنۍ کچي سره٠


څو کاله پخوا داسي پېښه وسوه چي د ده د پاچاهۍ په کوچني قلمرو کي قتل تر سره سو د دغه ځای اوسيدونکي سوله ييز او ارام خلګ دي، داسي پېښه مخکي نه وه سوې، قاضيان په پوره تشريفاتو سره وڅېړله، په دغه ډله کښي قاضيان، څارنوالان، د وزيرانو پلاوي او حقوقي مدافعين شامل وو له ډېر اوږده بحث او قضاوت څخه وروسته دوی پرېکړه وکړه چي د قانون مطابق دې د خيانت کار سر غوڅ کړل سي٠ 


دا پرېکړه پاچا ته وړاندي سوه او پاچا حکم ولوست او منظور يي کړ، که چيري دغه سړی د وژلو وړ وي نو وې وژنئ٠ 


يوازي يوه ستونزه موجوده وه او هغه دا چي دوی د انسان د سر پرېکولو ماشين او جلاد نه درلود، د وزيرانو شورا موضوع تر غور لاندي ونيوله او پرېکړه يي وکړه چي د فرانسې له حکومت څخه دي يو د سرغوڅولو ماشين او يو متخصص راوغوښتل سي او که چيري د فرانسې حکومت د هغه ورکولو ته تيار وي نو مهرباني دي وکړي او هغه بيه دي وټاکي٠


ليک فرانسې ته ولېږل سو او ځواب يوه اونۍ وروسته راورسېد چي ماشين او متخصص به تيار سي او بيه به يي شپاړس زره فرانکه وي، ځواب د پاچا مخي ته کېښودل سو او پاچا په ځير سره وکاته، شپاړس زره فرانکه!


دغه بدبخت د دومره پيسو ارزښت نه لري، پاچا وويل: ايا نسي کيدای چي کومه ارزانه لاره وموندل سي؟ څنګه چي ١٦٠٠٠ فرانکه د ټول نفوس د هر سړي په سر دوه فرانکه کيږي او دا به خلګ و نه مني او پاڅون به وکړي٠


له دې کبله يو کميسون را وبلل سو او داسي پرېکړه وسوه چي همدا شان غوښتنه دې د ايټاليا د پاچا څخه تر سره سي د فرانسې حکومت يو جمهوري حکومت دی او د پاچاهانو لپاره احترام نه لري، خو د ايټاليا پاچاهي حکومت يو پاچا په سرکي لري او ښايي چي په لږه بيه دا کار تر سره کړي، ليک وليکل سو او په پوره خوشالۍ سره يي ځواب راورسېد چي يو ماشين او يو متخصص يي تيار کړي دي او ټول لګښت يي د سفر سره يو ځای دولس زره فرانکه کيږي، دا ارزانه وو خو بيا هم ډېر قيمته٠


دغه بدبخت واقعا په دومره پيسو نه ارزېده تر اوسه پوري هم د دې مانا داده چي کابو د هر سړي پر سر دوه فرانکه رسيږي، بل کميسيون راوغوښتل سو، دغه کميسيون خپل غور او څېړنې ته دوام ورکړ چي څنګه وکړای سي موضوع په ارزانه ډول پای ته ورسوي٠


ايا دا به امکان و نه لري چي د يوه عسکر څخه غوښتنه وسي چي دغه عمليه په وطني طريقې سره په مناسب ډول سره تر سره کړي؟ 


جنرال را وغوښتل سو او د هغه څخه غوښتنه وسوه چي ايا نسي کولای چي کوم عسکر راپيدا کړي چي د چا سر غوڅ کړي؟ په جګړه کي د خلګو د وژلو پروا و نه لري او واقعيت دا دی چي دوی د همدې کار لپاره روزل سوي دي٠ جنرال ولاړ او د عسکرو سره يي خبري وکړې که چيري کوم يو عسکر دا دنده تر سره کړي، خو هيڅ يوه عسکر دې دندي ته زړه ښه نه کړ دوی وويل: يه موږ نه پوهيږو چي څنګه يي ترسره کړو او دا يو داسي عمل دی چي موږ ته په دې هکله درس نه دی راکړل سوی٠


اوس څه بايد وسي؟ وزيرانو بيا غونډو ته دوام ورکړ، دوی يو کميسيون، او يوه فرعي کميټه جوړه کړه تر څو د اعدام موضوع په عمري بند باندي بدله کړي، دا به ددې مانا ولري چي پاچا په دې هکله ترحم کړی دی او پېښه به په ارزانه ډول پای ته ورسيږي٠


پاچا له پرېکړې سره موافقه وکړه خو يوازينۍ ستونزه چي په مخ کي پرته وه دا وه چي د عمري بند لپاره يو مناسب زندان نه و موجود يوازي واړه واړه زندانونه چي خلګ به د يوې لنډي مودې لپاره په هغو کي پاتي کېدل موجود وو خو داسي زندان چي په عمري ډول د استعمال وړ وي نه و موجود، بيا دوی هڅه وکړه او يو داسي ځای چي مجرم يي په کښي وغورځاوه او يو ساتونکی يي هم ور ته وګماره، ساتونکي دنده درلوده چي له مجرم څخه څارنه وکړي او هغه ته له شاهي ماڼۍ څخه ډوډۍ راوړي ٠


د بندي په ځای کي څو مياشتي تېرې کړې، تر څو چي يو کال تېر سو او پاچا د کال په پای کي خپلو عايداتو او لګښتونو ته ته کتنه کوله نو وې ليدل چي په لګښتونو کي د پام وړ زياتوالی راغلی دی او دا د مجرم له امله و او دا لګښتونه لږ هم نه وو٠ دلته د پخپله بندي ډوډۍ مطرح وه او په کال کي تر ٦٠٠ فرانکو زياتېده٠


بده خبره خو دا وه چي سړی ځوان او سالم و او ښايي چي پنځوس کاله نور هم عمر وکړي او که چيري سړی له ځان سره فکر وکړي او موضوع تر غور لاندي ونيسي نو هرومرو جدي معلوميږي، دا بايد په دې توګه نه وای تر سره سوې نو لدې کبله پاچا خپل وزيران راوغوښتل او دوی ته يي وويل: تاسي بايد د دې بدبخت لپاره يوه ارزانه لاره ولټوي٠ اوسنی پلان ډېر زيات لګښت لري٠ او زيرانو غونډو ته دوام ورکړ، موضوع يي بيا بيا تر غور لاندي ونيوله تر څو چي يوه وزير وويل: ښاغلو! زما په نظر موږ بايد ساتونکی رخصت کړو٠ مګر وروسته يوه بل وزير وويل: داسړی به وتښتي، لومړې وزير وويل: ښه ده، ودې تښتي او بلا دې ورپسې وي!


دوی د خپلي غونډي راپور پاچا ته ورکړ او هغه هم موافقه وکړه ساتونکی رخصت سو او دوی اوس ټول د دې څارنه کوي چي وګوري څه پېښيږي، زنداني چارچاپېره سره وکتل او خپل ساتونکی يي و نه مونده نو پخپله دی هم بېرته راغی او خپل ځای ته ننووت او دروازه يي په ځان پسي وتړله او همدلته پاتي سو٠


په راتلونکي ورځ کي بله پېښه وسوه، د ډوډۍ پر مهال پخلنځي ته ولاړ او د تښتېدو کومه نښه او علامه هم ورسره موجوده نه وه، اوس څه بايد وسي؟ دوی بيا موضوع تر غور لاندي ونيوله٠


موږ بايد ده ته په مستقيم ډول ووايو چي موږ نه غواړو دی دلته نور وساتو، له دې کبله د عدليې وزير بايد دا کار تر سره کړي٠


ولې نه تښتې؟ د عدليې وزير ورته وويل: ساتونکی هم نسته چي ستا د تښتېدو څخه مخنيوی وکړي تاسو کولای سئ چي هر چيري چي مو زړه وي هلته ولاړ سئ او پاچا به هم هيڅ شی و نه وايي٠


 زه په دې پوهېږم چي پاچا څه نه وايي، خو زه ځای نه لرم چي هلته ولاړ سم زه څه کولای سم؟ تاسي زما شخصيت په خپل اعدام کولو سره خراب کړ او خلګ به اوس ما ته شا راګرځوي٠ برسېره پر دې زه اوس له کار څخه هم ليري پاتي سوم، تاسي له ما سره ناوړه چلند وکړ نو بايد چي اعدام کړی مو وای خو تاسي دا کار و نه دا خو سو لومړی، او ما د دغې پرېکړې په هکله نيوکه او شکايت و نه کړ٠ وروسته بيا تاسي زه په ابدي بند محکوم کړم او يو ساتونکی مو هم راته وګماره چي ما ته ډوډۍ هم راوړي مګرڅه موده وروسته تاسي زما ساتونکی را څخه واخيست او زه اړ وم چي خپله ډوډی په خپله راوړم مګر اوس تاسي زما څخه غواړی چي زه لاړ سم٠


زه ستاسي د دې غوښتني سره موافقه نسم کولای تاسي هر څه چي زړه مو غواړي وکړئ خو زه به لاړ نسم٠


څه بايد وسي؟ يو ځل بيا کميسيون راوبلل سو٠ دوی موضوع وڅېړله او غور يي پرې وکړ٠ يوازينۍ لار چي د دې سړي څخه خلاص سو هغه داده چي دې سړي ته تقاعد ورکړو٠ دا موضوع تر پاچا پوري ورسول سوه بله هيڅ لاره نسته، دوی وويل: موږ بايد بايد په څه ډول ځانونه له دوی څخه خلاص کړو٠


هغه پيسې چي د ده د تقاعد لپاره نيول سوي دي ٦٠٠ فرانکه وې او دغه مقدار ده ته اعلان سوې٠


ښه، فرق نه کوي تر هغه وخته پوري چي تاسي دا پيسې ما ته په منظم ډول راکړئ نو د دغهشرط په پام کښي نيولو سره به زه لاړ سم٠


په دې ډول موضوع حل سوه، هغه د خپل کلني تقاعد دريمه برخه مخکي واخيستله او د پاچا د نفوذ له ساحې څخه ووت٠ د اورګاډي يا رېل په واسطه يوازي د پنځلس دقيقو مزل و، او ده کډه وکړه او د سرحد په اوږدو کښي مېشت سو او دلته يي يوه ټوټه مځکه راونيوله او د بازار لپاره يي په بڼ والۍ پيل وکړ او اوس ډېر ارامه ژوند لري٠ دی تل په ټاکلي وخت د خپل تقاعد په پيسو پسي راځي کله چي تقاعد واخلي بيا د قمارخانې مېز ته ورځي، دوه يا درې فرانکه قمار وهي چي ځيني وختونه يي ګټي او ځيني وختونه يي بايلي او بيا کور ته راځي او ډېر هوسا او ارامه ژوند تېروي٠


دا د خوشالۍ ځای و چي ده په يوه داسي هيواد کي جنايت نه و کړی چي هلته انسان د سرغوڅولو او يا په عمري بند باندي د پاتي کيدلو لپاره څه ستونزه نه وه٠