بــــابـــا
بــــابـــا
فخر افغان د پښتنو بابا
ای د پراخو پرګنو بابا
ارمان دی ګل شه جنتونه دی ځای
د نومياليو ميړنو بابا
يوه پيړی ژوند دی له ولسه جار کړو
د ازادی د ليونو بابا
تورو جيلونو تکليفو رنځور کړی
د غليمانو زولنو بابا
ستا ارمانی زړګی ارمان د وطن
د غير تمنو وطنو بابا
ستا په ارمان اوسپينه ږيره قسم
نه تسلميږو په رنو بابا
ته ديووالی اتفاق نخښه وی
لارښود د سولی او جرګو بابا
مونږ به لار هم د اتفاق خپله کړو
د لرو برو پښتنو بابا
١٣٦٦
کابل
زه او مساپره کوتره
ماویل ښکلې کوترې
ولی نه کوی خبرې
ته دچاپه غم اخته یی
ولی نه وایی سندرې
زه پیدا یمه ژړاته
په ژړامی دي تورسرې
وایه تاته څه در پیښ دي
چی دې شونډې دي ببرې
دپښتون په حال می پوه کړه
دغیرت وکوه غورې
دبابا بچیان په څه دي
خونې وراې لرې برې
اتفاق که په نفاق دي
داشړیدلی مرغلرې
نو کوتره په ژړاشوه
ویلی ورځی دي بدترې
پښتنو اتفاق کړی
اتفاق نه ګرځي لرې
یو له بله ځان لوړ بولي
دورورۍ نشته خبرې
دبابا ټاټوبی ړنګ شو
پښتنی شولی رالرې
اوس خیرات کوڅوکی غواړي
پیغلی ځوانی اوسپین سرې
خدمتګاره غیرت مړدئ
خوشی پاتی دي خبرې
وږئ ۱۳۸۰
دهیلې یادونه اومنزلونه
له ټولګې څخه
د پښتون غـــــــږ
چې روپو باندې خرڅيږي پښتون نه دی
پښتون هغه دی چې غم د ټول ملت خوري
د پردو ډهول ته ګډيږي پښتون نه دی
پښتون خپل کور کې سوکړک په شرافت خوري
نن مې واروريدلې رنګارنګ خبرې
دبيلتون او د نفاق د جنګ خبرې
له حيانه مې په زړه باندې بل اورشو
لوی جهان راباندې تنګ لکه د ګور شو
يو څلور تنه د بل لونګۍ په سر وې
دور دستور جرګې ترې هيرې لر او بر وې
د خپل پلار په کور منکر په سپکو سر وو
چا د اس پر ځای زين کړی ورته خر وو
دوی ويل چې نيم ازاد پښتون غلام شي
تور بادار به يې په دې مضمون ارم شي
پښتانه دي پښتنوالې نه نور تير شي
د وطن خبره دې خبر له مضمون نه دي
قسمونه که هر څو اوچت اوچت خوري
اوس پخپله پښتون ټاکي خپل راتلونکی
هر دښمن به يې هم مات وي بايلونکی
چې دقام په سر پيسې اخلي تورتم کې
اولادونه به يې پاتې وي په غم کې
اوس ويښ شوی دی پښتون په دې پوهيږي
لوی وطن د ابدالې به يې جوړيږي
اوس پخپلو کې يو کيږي افغانان خپل
پيژندلي لر او برو دښمنان خپل
چا چې اور زمونږ په لوی کور کې بل کړی
دوی کوهئ ځانته په لاره کې بل کړی
نو پخپله به يې لار شي په کوهئ
خپل عمل به يې کوهئ ته غور ځوي
پښتنو ځنې هير شوي پرون نه دي
پښتون پوه دی ژوند په پوهه او غيرت خوري
معافي غواړم له کشرانو مشرانو
د قلم له خاوندانو اديبانو
خو دا ځينې چې کاواکو باندې سر شي
هر څه هير کړي پخپل ځان هم بې باور شي
څوک چې خوري په پاکه خوله مردارې غوښې
يا بچو لره وروړي دا خواري غوښې
مالومدار چې دهغوی اولاد مردار وي
په کور کلي او ولس تر خوارو خوار وي
په پښتو د پښتو مشرتوب نه دی
خرڅول د پرګنو سړيتوب نه دی
مشران د پښتنو خدمتګاران دي
نه هغه چې د پرديو نوکران دي
چې په کور مو ټول قام خرڅ کړی پښتون نه دی
پښتون مري خو نه چې وينې د ملت خوري
څوک چې قام وې پورته کړی ځان ترې ورک شي
وړي خولی نه غټی باسي هسې سپک شي
بې خبر په ځان پلورلو شروع وکړي
ناروا په قام تيلو شروع وکړي
هغه ژر هسې رسوا لکه سقاو شي
که هر څو ترې فرعوني قوت راتاو شي
ځينې دومره صادقان د نوکرۍ دي
په غوږو کې اچولې يې کړۍ دي
دوی پخپله غلامان دي غلامان
چې غلام جوړول غواړي لوی افغان
لر او بر دي پوهيدلي افغانان ټول
لوی وړو دي پيژندلي جاسوسان ټول
خدمتګاره پښتون کړی پاڅون نه دی
که راپاڅيده لومړی غم د عزت خوري