کور / تازه خبرونه / دماين چاودنۍ شپږتنو ته مرگ ژوبله واړوله

دماين چاودنۍ شپږتنو ته مرگ ژوبله واړوله

 


دغه چاودنه تيره ورځ پرلس بجى دهلمندولايت دسنگين اوگرشك ولسوالۍ ترمينځ دحيدرابادپه سيمه كى پريوسراچه موټرباندى دماين يوه چاودنه سوى چى دچاودنۍ په ترځ كى پنځه تنه ولسۍ وگړى وژل سوى اويوتن ژوبل سوى  چى په وژل سوكسانوكى يوه ښځه اويوه انجلۍ هم شامل دى دغه خبره ددغه ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وه كړه. انډيوال زياته كړه چى دغه سراچه موټرچى دسنگين ولسوالى څخه ترلښكرگاه پورى دسواريانو په وړولواوراوړلو بوخت وه دماين دچاودنى ښكارسوه چى داسى يي وويل .


خودوسلوالوطالبانووياند قاري يوسف احمدى ديادي سوى پيښى څخه ځان ناخبره ښودلى  اونه هم بلى سرچينى پيښه په خپل غاړه اخيستى .


خوسيمه ايز خلگ بياواي چى ښاي وسلوالوطالبانو افغان اوبهرنيوځواكونوته ښخ كړى وى چى دملكى كسانو گاډه يي دچاودنى ښكارسول دحيدراباد دسيمى يوتن گل احمد وويل چى هروخت دسنگين اوگرشك ولسوالۍ ترمينځ وسلوال طالبان افغان اوبهرنيو ځواكونوته مځكنى اوريمونټى ماينونه ښخوى چى دبهرنيواوافغان ځواكونوگاډى يي الوزولى دى نوموړى وويل چى دالومړى ځل نه دى چى دداسى ماينونو ښكار دي دولسى وگړوگاډى سوي نه وى.


خوځينى كسان بيا په دى ان دى چى دروسانودوخت زاړه ماينونو هم تراوسه پورى په مځكه كى پاته دى يوتن چى نورمحمد نوميده وويل چى دماين ايستلو مؤسيسى دغى سيمى ته هيڅ توجو نه ده كړى چى اوس مهال ولسى وگړى دماين دچاودنى ښكار گرځى نوموړى دحكومتى چارواكوڅخه وغوښته چى دماين ايستلو مؤسيسه دى ياديسوى سيمى ته واستوى اودغه مځكنى ماينونه دى وكاږى ترڅو ولسى وگړى دداسى چاودونوقربانى وه نه گرځى .


ديادونى وړ ده چى دوى مياشتى وړاندى هم دهلمند ولايت مركز لښكرگاه ته څيرمه دبولان په سيمه كى دولسۍ وگړو يوه گاډه دچاودنى ښكار سوه چى دچاودنى په تر ځ كى درى تنه ولسۍ وگړو خپل ژوند له لاسه وركړ.


 


هلمند۱۶-۱۱-۱۳۸۶