کور / تازه خبرونه / ځايي خلکو د هلمنددپېښي پړه پر طالبانو واچوله

ځايي خلکو د هلمنددپېښي پړه پر طالبانو واچوله

د ولسي خلكو پر سراچه موټر د ماين چاودنه ددوشنبې په ورځ د لسو بجو پر شا وخوا د لښكرګاه او سنګين ولسوالۍ تر منځ پر پرته غزېدلې لاره سوې .


ځايې چارواكو دغه چاودنه د سړك پر غاړه د ځاى پر ځاى سوي ماين بللې او ويلي يې دي چي پكي اوو تنو ولسي خلكو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .


د هلمند د پوليسو مشر مل پاسو ال محمد حسين انډيوال ويلي چي په را منځ ته سوې چاودنه كي پنځه تنه عام وګړي وژل سوي  دي  او دوه نور ټپيان سوي دي چي يوه ښځه هم پكي شامل ده


ځايې خلكو دغه يوه ناوړه پېښه بللې ده او پړه يې پر وسلوالو طالبانو ور اچولې ده دوئ وايې دا كار ځكه وسلوالو طالبانو تر سره كړى چي ډېر وختونه دغه ډله پر اوږدو لارو افغان او نړيوالو ځواكونو ته د زيان رسولو په موخه  ماينونه ځاى پر ځاى كوي .


خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د ځايې خلكو دغه ادعا نا سمه بولي .


دا په داسي حال كي ده چي څه موده وړاندي هم د لښكرګاه او مارجې ولسوالۍ پر غزېدلي لاره د ولسي خلكو پر يوه سراچه موټر د ځاى پر ځاى سوي ماين د چاودني له امله دوه تنه وژل سوي وه او درې تنه نور ټپيان سوي وه .