کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ملا محمد عمر اخند او اسلام

ملا محمد عمر اخند او اسلام

 
 
له ډېری مودې وروسته دطالبانو دتش په نامه اسلامی امارت مشر تش په نوم امېر المومېنېن ضمېر دهغو بېګناه انسانان دبې ځای وېنی توېنی قتل ترور سرغوځونې او نورو غېر انسانی اوغېر افغانې اوغېر اېمانې اعمالو له امله را بېدار شو  .  ملا صاحب که څه هم ډېر ناوخته کړو ځان او اسلام ېې په ټوله نړې کي سپک کړو دانسانېت اوشرافت جنازه ېې واېستله خو بېا هم دا اوسنې فرمان او اقدام ېې لږ څه انسانې جنبه لری  . دې له کفارو سره سېالې د ظلم او بربرېت په ډکر کښی وکړه  ، کافر که ظلم وکړې له هغه نه څه ګېله ده ولې داسلام پر نامه دمومن دسرپرغوڅولو تکبېرونه وېل تر کفر هم بدتر عمل دې   .   پوره  اسلامې جنبه ځکه نلرې چی نور شرعې حدود ېې داسلامې تش په نامه محکمی له لوری چی زېاتره غړې ېې دا وخت دکوټې په ښار کښي دحضرات مولوې پر شاوخوا راټول دې دمرګ دحکم په صلاحېت او صوابدېد سره په مشروطولو تر پښو لاندې کړې دی  .



داسلام دجهاد او قتال تصور قطعا دا نه ده چی داسلامې نظام دتنفېذ په عنوان دې هغه افغانې مزدورکاران او دولتې غرېب مامورېن دجاسوسې په بې سراوپاېه تور په ډېره بې رحمې او بېځوانې سره قتل کړل شی  .  چی ډېرۍ ېې تر ملا ډېر پر دېن ولاړ  او ددېن غمخواران هم ول  .  ملا خپلې طرېقی ته اسلامې طرېقه واېې خو دا وخت دنړې دټولو علماوو او طلباوو عمل او راېه له دوې بېله ده  . دنورې دنېا علماددېن خدمت دتبلېغ ، دعوت ، جهاد ( چی لغوې معنې ېې ددېن په لار کښی هڅه ده ) ښو نبوې اخلاقو او د اتمام حجت له لېارې کوې ، چی همدا اصلا دصحابه کرامو له وخته دعلماوو دنده ده  . بله شرعې مسله هم دعلماوو هغه استخراج دې چی دمکې دمهاجرېنو دذکواة داستحقاق نه ېې فرع کړې ده چی که  ېو سړې له حکومته په زور ېا ظلم سره معزول کړل شی  هغه  هم شرعا معزول بلل کېږی  .  اوکه څوک قوة نافظه ونه لرې هغه ته داحکامو دجارې کولو ېا د حدودو دتنفېظ په هېڅ صورت حق نه جوړېږی  .



بېا دجهاد دا مروج اوسنې طرېقکار چی پراېوېټ ېا شخصی تنظېمونه دجهاد دفرېضی لپاره اېجاد شوې دې چی په اصل کښی دسېمی ځېنو هېوادونو دخپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره متحرېک او پېاوړې کړې دی هېڅ شرعی اساس او دلېل نه لری  . په شرېعت کی په ښکاره دجهاد او قتال لپاره دشرعی حاکم دشتون حکم دې  .  شرعی حاکم هغه دې چی قوة نافظه هم ولرې ېعنې حکومت او قضاولرې  .  ځکه دقېدېانو دسرنوېشت او مال غنېمت د تقسېم او د بېت المال احکام بېله شرعې امېره بل سړې نه شی تضمېنولاې   .



له خودکش حملو سره خو داسلام پاتې بېړه او حېثېت دوی داسی ډوب کړو لکه دټاېټانک کښتې په سمندر کښی  .دا هغه عمل دې چی داسلام په ټول تارېخ کی ممثل نلرې  . که څه نن د دنېا حاکمانو او قدرت غوښتونکو دخپل قدرت دتحفظ او لاس ته راوړنې لپاره هرڅه کول جاېز ګڼلې دی نو ملاصاحب هم دچا نه ځان کم ونه ګاڼه او دې هم هر هغه څه وکړل چی له توانه ېې وو  . خوافسوس چی ده له ځان سره اسلام او ملاېان ډېر وشرمول  .  دتش په نامه داسلام په دعوو او کله کله دافغانېت او پښتنوالې په نامه ېې خپل بېګناه اولس دومره وکړاوه چی کفار دخلقو هېر شول  .  الله دی وکړې چی ملا او دده پر پله تلونکی خلک لږ له ځان سره قضاوت وکړې چی دوی ته چاصلاحېت ورکړې ده چی له خلکو په دې ګناه سرونه پرې کړې چی امرېکا راغلې او غرېبان ولې مزدوری کوې  ،  (حال داچی دامرېکی اصلې راغوښتونکې پخپله ملاعمر او دده ېاران دې  ) دکافر مزدوری خو انبېاوو هم کړې ده . دوهمه خبره دقضاوت ده حضرت علې کرم الله وجهه هغه سړې چی له قاضی پرته ېې پخپله حد پر ېو سړې جارې کړې وو د  ۱۲  کالو دبند سزا ورکړه  .



که هرسړۍ حاکم او قاضی شی بېا به هر سړې بل وژنې او ېا ېو به دبل لاس پرېکوې  که چا پوښتنه کوله نو دې به واېې چی جاسوس وو کافر شوی وو ېا زانې او غل وو . او حال داچی هغه به دده تربور وې او پر څه بل شی به ېې ورسره لانجه وی چی زه پخپله د داسی په لسګونو بېلګو شاهدېم  . نو په اسلام کښی دداډول فساد عامه دخورولو هېڅ شرعی جواز نشته  .زه دداډول ملا ډوله ملاېانو په صفت کښی دملګرې اسلام ګل تسکېن دا ېوڅو بېتونه وړاندې کوم



 
دا په سر چی ېې تړلی سپېن پټکۍ دی
دپښتون دسر قاتل دغه سړی دی



خوشحالې مې چی دقام زغملې نشی
ماته ېو دې که ملا که پنجابی دی



په نړې کښی مېشته څومره مسلمان دی
بېا کافر ورپکښی ولي افغانۍ دی