کور / کتاب / د عادل اڅکزي شعري ټولګه”روڼ څاڅکی”چاپ شوه

د عادل اڅکزي شعري ټولګه”روڼ څاڅکی”چاپ شوه

د (مامون صالح يار) رالېږنه

د پښتو ادب مينه والو ته زېری ورکوو چي د ځوان او نوښتګر شاعر ښاغلي “عادل اڅکزي لومړۍ شعري ټولګه چي “روڼ څاڅکی ” نوميږي تازه د چاپ په ګاڼه وپسولل شوه،نوموړی کتاب ټول ټال ١٣٥ مخونه يا صفحې لري، دکتاب ډالۍ يا اهدا ډېره جالېبه ده چي ورځيني زموږ د دې ملت پال شاعر هغه پاکه مينه چي دی يې له خپل قام او ژبي سره په زړۀ کي لري زباتيږي،دکتاب ډالۍ څه په دې راز ده، ( د پښتو ژبي او پښتانه قام رښتينو خدمتګارانو ته ) !

په نوموړي کتاب کي دوې نثري ليکني هم راغلي دي،لومړۍ ليکنه د سريزي پرځای ده چي سرليک يې دی ” کږې وږې کښي ” او دويمه ليکنه د خپلي خبري پرځای، ځای پر ځای شوې ده چي سرليکنه يې ده ” سپيني خبري ” دا دواړي خوږې او رواني ليکني د روڼ څاڅکي نومي شعري ټولګې تخليق کونکي ” عادل اڅکزي ” قلم بندي کړي دي،زموږ دې قدرمن او زيارکښ شاعر په خپلو دې خبرو کي تر يو حده ډېر څه راسپړلي دي،په اصطلاح د حقيقت ترليندۍ يې ګڼ اورجن غشي تر خپلي نښي پوري ووري ايستلي دي،مانا رښتيا خبري يې رابرسېره کړي دي،نه يواځي داچي لوستونکی له ځان سره وړي بلکې سړی پام اوفکر کولو ته هم اړباسي.


په دې کتاب کي ٦٩ غزلي،يوه سندره،پنځه پابند يا منظوم نظمونه او نهه معرا نظمونه په ترتيب سره راغلي دي،
د کتاب د پوښتی مخ ډېر زړه وړونکی دی، د کتاب دپوښتی په شرحه کي ښاغلی عادل اڅکزی په خورا ځراکت سره څه داسي کاږي.

(( د کتاب د لومړۍ پوښتۍ په باب بايد ووايم،چي د اوبو کوم روڼ سمندر چي تاسو وينئ، دا د پښتو شاعري وګڼئ او پر اوبو سربېره يوه سپينه بڼکه تر سترګو کيږي، دا د احساس نخښه ده،چي زما د شاعرۍ يو ” روڼ څاڅکی ” ورباندي له ورايه ښکاري،تر خپله وسه دغه يو څاڅکی همدې روڼ سمندرته ورسپارم.


زه له خپله اړخه عادل اڅکزي ته د دې ښکلي کتاب پر چاپېدو مبارکي وايم، پر قلم دي يې برکت وي او ورته د اوږده ژوند غوښتونکی يم٠