کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په انسانانو باندې د مورنۍ ژبې حقوق

په انسانانو باندې د مورنۍ ژبې حقوق

 


مورنۍ ژبه د انسانانو له هغه لوړ بها ارزښت څخه عبارت ده چې هغه ته دناموس، خاورې، هیواد، خپلواکۍ، ملي حاکمیت او داسې نورو ارزښتونو په څیر کتل کیږي. انسانان تل هڅه کوي چې خپله مورنۍ ژبه ژوندی وساتې، د سمسورتیا او ښیرازۍ په لاره کې یې هلې ځلې وکړي، لازمه وده ورکړي او د پراختیا په لاره کې یې له ټولو ممکنو لارو چارو څخه کار واخلي. همدارنګه مورنۍ ژبه او د هغه هراړخیزه پراختیا د انسانانو د ژوند په هراړخیزو خوښیو کې نیغه ونډه او اغیزه لري. د مورنۍ ژبې په غوړیدو سره یې ویونکي خوښیږي، په پراختیا سره یې خاوندان خپل ځانونه د ویاړونو مخکښان ګڼي او په ساتلو کې یې خپل مسوولیت په غوره توګه ادا کوي.


مورنۍ ژبه د خپل اهمیت له مخې پر انسانانو باندې زیات حقوق لری چې موږ په خپله دغه لیکنه کې ځینو حقوقو ته لنډه اشاره کوو. 


لومړی: د ښیرازۍ او سمسورتیا حق


مورنۍ ژبه په خپلو ویونکو حق لري چې تل یې ښیرازه، تازه، غوړیدلې او سمسوره وساتي البته د مورنۍ ژبې سمسورتیا د ماشوم او کورنۍ له چاپيریال څخه پيل کیږي او د ژوند په ټولو ډګرونو کې له انسانانو سره همغاړې درومي. نو پر انسانانو باندې لازمه ده چې تر خپل وس پورې د هغه د ژوندي ساتلو، ښيرازۍ او سمسورتیا لپاره هلې ځلې وکړي.


د ماشوم د روزلو په لومړۍ مرحله کې مورنۍ ژبه د ماشوم پر مور، پلار، مشرانو وروڼو، خویندو او د کورنۍ پر نورو غړو حق لري څو خپله مورنۍ ژبه ماشوم ته د هغه د استعداد سره سم ور وښيي. په دې مرحله کې له ماشوم سره هغه سندرې زمزمه کړي چې میندو په میراثي ډول له پخوانیو خلکو څخه اخیستې او بیا یې ماشوم ته په ځانګړې توګه د هغه د زنګیدو، مینې، آرامولو او ویده کیدلو پر مهال زمزمه کوي. دغه ډول سندرې د ماشوم په سپیڅلي ذهن کې داسې ځای نیسي چې د ژوند تر پایه یې د هیریدو امکانات ډیر کم وي. له خپلې مورنۍ ژبې سره مینه له همدې مرحلې څخه پيل کیږي چې بیا وروسته ورو ورو د پوخوالي، سمسورتیا او ګرانښت په لوري داسې ګامونه ږدي چې د ژوند په ټولو ډګرونو کې له انسانانو سره ګام په ګام اخښل کیږي. 
 
 


دویم د لیک او لوست حق


مورنۍ ژبه په انسانانو حق لري چې د کورنۍ په ماحول کې یې په استعمال سربیره د لیکلو او لوستلو هڅې وشي او د همدې موخې لپاره د لومړنۍ او ضروري زده کړو لپاره د یوې مهمې حیاتي اړتیا لپاره انتخاب شي. هغه لیک او لوست چې ماشوم یې د خپل تعلیمي بهیر په لومړیو مرحلو کې له کورنۍ او جومات څخه زده کوي، داسې یوه ځانګړې مینه او علاقه له ځان سره لیږدوي چې بیا هم د ژوند تر پایه دغه ډول مفاهیم د انسان په ذهن کې تم کیږي. نو که چیرې د لیک او لوست دغه مهمه مرحله په مورنۍ ژبه وي د ځانګړي اهمیت درلودونکې ده او انسانان خورا لویه ګټه ترې لاسته راوړي. همدارنګه د انسانانو د زده کړې په منځنۍ، ثانوي او لوړو مرحلو کې په مورنۍ ژبه باندې زده کړه هم د خوار لوړ اهمیت درولودونکې ده. انسانان د خپلې مورنۍ ژبې په پراختیا ویاړي، روحي ډاډ تر لاسه کوي او د ټولنې کلتوري ژوند د ځانګړو ښکلاوو او نوښتونو کوربه ګرزي. 


دریم: په مورنۍ ژبه باندې د زده کړې حق


زده کړه د انسانانو ژوند ته داسې ښکلا، هنر او رڼايي په برخه کوي چې د ظلمت له تورو کړیو یې را باسي او د وړانګو په زرین کاروان کې د ونډې ویاړ ور په برخه کوي. بلکي موږ په زغرده ویلای شو چې زده کړه د انسانانو د هراړخیز پرمختګ پیلامه او بنسټ دی.


زده کړه په هره ټولنه، هیواد او سیمه کې بیلې بیلې مرحلې لري او په بیله بیله بڼه رامنځته کیږي خو دمعاصرو یا عصري زده کړو بهیر یو لړ منظم نړیوال معیارونه خپل کړی دي چې زیات هیوادونه له دې ډول تعلیمي معیارونو څخه پلوي کوي. افغانستان هم د زده کړې مختلفې مرحلې لري لکه:




  • د زده کړې لومړۍ مرحله د ښوونځۍ د لومړي ټولګي څخه تر دریم ټولګي پورې


  • د زده کړې منځنۍ مرحله د ښوونځۍ له دریم ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې


  • د زده کړې ثانوي مرحله د لیسې له لسم ټولګي څخه تر دولسم تولګي پورې


  • په پوهنتون کې د لیسانس مرحله


  • په پوهنتون کې د ماسترۍ مرحله


  • په پوهنتون کې د دوکتورا مرحله

په یاد شوو ټولو مراحلو کې په مورنۍ ژبه باندې منظمه زده کړه د زیات اهمیت درلودونکې ده خو یوه زده کوونکي ته لازمه ده چې لږ تر لږه  تر دولسم ټولګي پورې په خپله مورنۍ ژبه باندې زده کړه بشپړه کړي څو خپله ژبه زده، اهمیت یې ورته معلوم او د ښیرازۍ لپاره یې ځان جوړ کړي. همدارنګه هغه دیني بنسټونه، علمي مواد، تاریخي پیښې، عامه معلومات، د سیمې جغرافیا، ساینسي او ټولینز مضمونونه په ښه شکل زده کړي چې د زده کړې په لومړیو، منځنیو او ثانوي مراحلو ورته تدریس کیږي. له بلې خوا زده کوونکي ته د زده کړو داسې لازم فرصت په لاس ورځي چې خپل ټول وخت دعلمي مفرداتو زده کړو ته څانګړی شوی وي او هغه وخت ورته سپما کیږي چې په دې مرحلو کې یې د یوې ناآشنا، پردۍ او تحمیلي ژبې په زده کړه ضایع کوي خو کله چې د مورنۍ ژبې زده کړه د زده کوونکي په ذهن کې د پوخوالي مرحلې ته ورسیده نو بیا ښایي چې څومره کولای شې نورې ژبې هم زده کړي. د زده کړې په لوړو مراحلو کې بیا یوه محصل ته د دې فرصت په لاس ورځي چې د خپلو نورو زده کړو تر څنګ خپله مورنۍ ژبه هم د پراخوالي په خوا داسې ورسره روانه کړي چې آن په نړیواله کچه یې د مطرح کولو ډګر ته هم وړاندې کولی شي. 


څلورم: د ساتلو حق


مورنۍ ژبه پر انسانانو حق لري چې له هر ډول ضیاع، آفاتو، ګواښونو او خطرونو یې مصئونه و ساتي. ځینې ټولنې داسې ناوړه موخې لري چې دخپلې ژبې د خوریدو له هلوځلو سره سره هڅه کوي څو خپل کلتور، فرهنګ او ژبې ته له خپلو جغرافیايي سرحدونو څخه اخوا هم د ناروا خوریدو زمینه برابره ، د نورو ټولنو په کورنیو چارو کې لاسوهنه پیل، کلتوري یرغل ته ځانونه چمتو او په نورو ټولنو کې د خپلې ژبې حاکمولو ته ځای پيدا کړي.


د مورنۍ ژبې په وړاندې د داسې ګواښونو مقابله د هر انسان دنده ده څو خپله مورنۍ ژبه له هغو  بهرنيو تاړاکونو څخه و ژغوري چې د ښکیلاکګرو د ناولو نیتونو په بنسټ او د یوې ناولې موخې لپاره په کار اچول شوي وي. باید هڅه وشي څو هغه تحمیلي، نا آشنا او غیر ضروري پردي اصطلاحات مورنۍ ژبې ته داخل نه شي چې د ناولو موخو په بنسټ د ښکیلاکګرو او د هغو د عمالو په لاس د مورنۍ ژبې د کمزوري کولو لپاره په کار لویدلي وي. د یوه هیواد ټولې غږیزې، تصویري او داسې نورې رسنۍ باید له هغو الفاظو څخه و ژغورل شي چې د پردیو د عمالو په وسیله د یوه هیواد په ترمینالوجۍ کې د ځان لپاره د ځای پیدا کولو هڅه کوي. په همدې توګه په سلګونو داسې نور اړخونه شته دي چې مورنۍ ژبه د هغه په وړاندې له خپلو ویونکو څخه د ځانګړې ساتنې، دفاع او پاملرنې حق غواړي. 


پنځم: د پراختیا او مطرح کولو حق


له شک څخه پرته هغه ټولنې، سیمې او هیوادونه نن ورځ د پرمختګ په لومړي پړاو کې قرار لري چې د خپل زیار، هڅو او کار په نتیجه کې یې خپلو مورنیو ژبو ته نړیواله بڼه ورکړې ده. نو له همدې کبله مورنۍ ژبه پر انسانانو حق لري څو د پراختیا هڅه یې وشي او د پرمختګ هلې ځلې یې هغه مهال بریالۍ بریښي چې مورنۍ ژبه لومړی د خپل ملي حاکمیت په چاپیریال کې په پراخه پيمانه حاکمه او بیا یې د نړیوال کیدو هڅه وشي. البته د دې خبرې یادونه اړینه ده چې یوه ژبه هغه مهال ستر بری ترلاسه کولای شي چې ویونکي یې په مناسبه توګه استعمال، د لیکلو وړ، د زده کړې ژبه، د لوستلو مرکزي ټکی او په پراخه پيمانه آثار پرې ولیکي نو بیا شونتیا او وړتیا ترلاسه کوي چې د یوه عظیم کلتوري غورزنګ په ترځ کې د ټولنې له هیلو سره سم تر نړیوالې کچې پورې  ځان و رسوي.


مورنۍ ژبه په انسانانو باندې زښته زیات حقوق لري چې یو شمیر یې په لنډه توګه په دې لیکنه کې ستاسو ګرانو لوستونکو لپاره وړاندې شول. د خپلې مورنۍ  پښتو ژبې د پراختیا د نړیوال کیدو په هیله.