کور / تازه خبرونه / کرزی دي له وژلو سويو ولسمشرانو عبرت واخلي

کرزی دي له وژلو سويو ولسمشرانو عبرت واخلي

  د ډیلي ټیليګراف لیکوال: کرزی دې له وژل شوو ولسمشرانو عبرت واخلي 

| 2008-02-04


د برېتانوي ورځپاڼې ډیلي ټیلګراف یو ايډیټر ډیویډ بلېر پخپله یوه لیکنه کې چې د روان کال د جنوري په ۳۰مه په ډیلي ټیلګراف کې خپره شوېده، افغان ولسمشر ته یادونه کړېده چې نوموړی ” باید له دې حقیقت  سره ژوند وکړي چې د ۱۰۷ کالو راهیسې تر ده له مخه مشران ، بادشاهان و او که ولسمشران، د عنف ( زور) له لارې بې واکه شویدي. ته باید د بادشاه عبدالرحمان [دور] ته لاړ شې، چې په ۱۹۰۱ کال کې ومړ، چې داسې یو افغان مشر پیدا کړې چې ځان یې د بې واکه کېدلو یا ترور څخه ژغورلی وي.”


د ډیلي ټیلګراف دا لیکنه تر هغې وروسته نشر شوېده چې افغان ولسمشر بریتانوي تبعه پډي اشډاون افغانستان ته د ملګرو ملتو د استازي په توګه ونه منلو. په دې هکله ډیویډ بلېر خپله غوصه د لیکنې په سر کې داسې څرګنده کړېده: “کله چې د ولسمشر حامد کرزي دا بې نظمه فیصله، په کابل کې د لورډ اشډاون د ملګرو ملتونو د استازیتوب نه تاییدول،  ارزوۍ نو دا باید په ذهن کې وساتۍ چې … په کابل کې د ناکامه سیاستمدار سزا کېدای شي ډېره بده وي.”