کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د يوه لوی داړه مار په توګه پيژندل سوې څېره

د يوه لوی داړه مار په توګه پيژندل سوې څېره

د لوی خدای په سپېڅلي نامه


قدرمنولوستونكو تاسې پوهېږي چې په افغانستان كې داوږد مهالو جګړوله امله يو شمېرناخوالي اوورو وژنې په هېواد كې وزېږېدې چې په دې لړ كې افغان ولس دنړى تر نورو جګړه ځپلو هيوادونو څخه په لوړه پيمانه زيان من شول،بې شمېره ښځې كوندې، بې شمېرماشومان بې موره او پلار او په همدې ډول داسې نورې غمجنې كېسې په دې بيچاره ولس باندې ترې شوې چې دغه ټولې ناخوالې په هيواد كې دپخواني شوري اتحاد ديرغل او له هغې نه وروسته دتنظيمي جګړوله امله را منځته شوې چې لا تر واسه پورې په يوشمېر لري پرتو سيمو كې دوام لري.يادونه بايد داهم وشي چې دېرش كلنه جګړه په افغانستان كې په پوره ډول ددې هېواد د دوګړترڅنګ په ټوليز ډول باندې دپاتي خلكو ژوند هم له مرګ سره وتاړه،اقتصادي ،فرهنګې،سياسي،ديني اوپه همدې ډول نوربشري بنسټونه يې هم له منځه يوړل.


 په همدې دوران كې استفاده كونكي عناصرله وخت څخه په استفادې سره دخپلوبهرنيو بادرانو په لارښونه ددې هيواد په ورانولوكې مټې راونغاړلې اودجګړه مارانوترڅنګ دوى هم په وژنوسوځولواو ورانولو باندې لاس پورې كړل.په هرصورت هرڅه چې په دې غملړي ولس باندې راغى هغه ددې هېواد افغاني څېرو اوشخصيتونوته په ډاګه دي.ددې ټولو ترڅنګ استبدادي نظامونه جوړشول او بېرته ړنګ شول.چې په هغودورانوكې ملت ته چا ارزښت ورنكړاو دپرديوكړيو په لاسونو باندې جوړشوي حكومتونه دهمدې هېواد دباتورو بچيانو په لاس بېرته له منځه يوړل شول.


دالړى دديرش كلنې جګړې له پيل څخه شروع او دطالبانو ترامارته پورې يې دوام وكړ.نور هغه وخت وو چې په افغانستان كې دلګېدلي اور لمبې نړيړالو لمنې ته وغځول شوې چې له دې نه مخكې نړۍ افغانستان ته هېڅ راز پاملرنه نكوله.نورهغه وخت ووچې دسپټامبر ديولسمې پېښې نړۍ وال له خوبه ويښ كړل او دافغانستان پروړاندې دهغوى تېروتنوته يې متوجه كړل.چې په نتيجه كې نړيوال ټولنه په همغږى سره دامريكا په مشري باندې په افغانستان كې له ترهګري سره مبارزه پيل كړه اودطالبانو امارت په افغانستان كې نسكور شو او دښاغلي حامد كرزي په مشري موقته اداره دجهادي څېرو په ملګرتيا جوړه شوه.


 په هغه دوران كې ديوه افغانې نظام دجوړلو لپاره له هېواده بهر هم ځيني ناستې وشوې چې په دې لړګې دنړى دېرى هېوادونه دافغانستان دبيا ودانولو لپاره دلكونوډالرو دمرستو پر اسنادو باندې لاسليكونه وكړل.چې تر شايې منځ مهاله اداره بيا دښاغلي حامد كرزي په مشرى جوړه شوه اوپه همدې دوران كې منځ مهاله اداره يوشمېر كارونه لكه داساسي قانون دتصويب لپاره دلوې جرګې جوړول اوددې تر څنګ يوشمېر نوركارونه وشول.وروسته له دې ټولو دولسمشرۍ لپاره دټول ټاكنو پروسه په خپل كارپيل وكړ چې په دې لړكې بياهم دهيواد ټول سياسي ګروپونه اوجهادي څېرې ګډون وكړ او په پايله كې دپينځه كلن حكومت لپاره ددريم ځل لپاره ښاغلى كرزى دجمهور ريس په توګه دټاكنو ګټونكى وپېژندل شو.چې دادۍ له پينځه كلنې اداري څخه هم څه باندې دري كاله تېرشوي دي.


لا تر اوسه دولت په دې ندى توانې دلى چې بي اتفاقي له خپل منځ څخه ورك كړي.ولمشر حامد كرزى سره له دې چې له نړى وال ملاتړ څخه برخمند دى خو بياه هم په خپله اداره كې دجوړولوپه لارو چارو كې پاتې راغلى او هغه شمېر كسان يې په خپله كابينه كې په دندو ګمارلي چې هغوي دملت په وينو باندې قصرونه جوړكړي دي.داهغه بېلګې دي چې دافغاني حكومت ناتواني او ناكامي په ګوته كوي. له بلې خوا سياسي ماحول په افغانستان كې له ناورين سره مخامخ دى او دافغانستان پخواني وطن فروشان يوځلې بيا دقدرت پوړيوته رسيدلي دي .بل لورته دجمهورريس لنډملګري چې دم مهال په نظام كر له پوره واك څخه برخمند دي يو ځلې بيا هڅه كوي چې موجوده نيم ګړى نظام دخپلو پرديو بادرانو په دستور ړنګ كړي داخبره پټه نه ده او په دې ټول پوهې دلي دي چې دافغانستان جمهورريس په خپله كابينه كې دځينې مصلحتنو له مخې يوشمېر منفورې څېرې ددولت لوړو څوكيوته وګمارلي چې اوس خپله جمور ريس په دې پوه دى چې ده د دولت په جوړولو كې تېرو وتنه كړې.


په افغا نستان كې دبهرينو ځواكونو شتون له ترهګرۍ سره دهغوى مبارزه او ترڅنګ يې دافغان دولت دمخالفينو تقويه كېدل يو له هغه اساسي خبرو څخه دى چې دم ګړۍ ددولت ته جدي ستو نځې دنړۍ پروړاندې را ولاړې كړي دي چې اصلي لامل يې په داخل ددولت كې دلوړو مقاماتو ترمنځ جدي مخالفتونه او په چارو كې نه هم غږي په ګوته كيږي.داموضوعات او له سر پيل شوي ناخوالي په نړۍ واله كچه يوشمېر بې ځوابه پوښتنې دافغان دولت پر وړاندې راولاړې كړي دي. اصلي هدف په افغا نستان كې دامنيت خبره ده. په دې ورستيو كې او ضاع په پلازمېنه كابل كې دومره ترينګلې شوې ده چې كله هم تر دې حده تمه نه كېده دجنرال دوستم او اكبر باى تر منځ د راولاړې شوې شخړې او وسله وال پاڅون داپه ګوته كوي چې په دولت كې دهغوى ژورې  ريښې غزېدلي دي.او داهغه رېښې دي چې دافغانستان په ورانولوكې وده كړې ده او دملت د وينو په څښلواو تويولو دوى ژوند كړې.ولسمشر كرزى سره له دې چې يو ملي څېره ده خوتر ډېره حده دجنګ سالارنو په لمن كې دهغوى دخوښې حكومت چلوي.


جنرال دوستم چې په افغانستان كې دلوى داړه مارنوم ځانته غوره كړى او له پخوا څخه دهغه له تريخو كارنامو نه خلك كړيدلي دي. يوځل بيا غواړي چې په هېواد كې دګلم جمو كارنامو ته رونق وركړي.دوستم چې په افغاني ماشره كې اوس دځان لپاره ديوه نيك انسان په توګه ځاى نه لري غواړي له سره په داړلو او وژلو باندې لاس پورې كړي .چې په داسې حالاتو كې نه بشري حقونه دليدو سترګې لري او نه دملګرو ملتونو دفتر. بشري حقونه اونور بشري سازمانو يوازې خپل عمده فعاليت هلته ښيى چې پوليس يو غل نېولى وي او دوي يې دخوشي كېدو پلان جوړكړى وي. په مجموعي ډول داويلي شوچې دښاغلي كرزي په حكومت كې داسې يو شخص نشته چې هغه په ملي روحيه خپل هېواد ته كار وكړي.او دګوتو په شمېر هغه كسان چې كار كوي لكه دكابل دامنيه قوماندانې دجنايي څېړنو ريس مل پاسوال عليشاه پكتياول چې دخپلې دندې پرمهال له ډېرو خطرناكوموضوعاتو سره لاس او ګرېوان دى يادولي شو.په كابينه او امنيتي اداراتو كې مخالفتونه ددې لامل شوى چې ددولت مخالف ګوندونه خپلو اهدافوته ورسيږي. 


 سياسي ماحول په خپله ګټه خراب كړي.امنيتي ارګانونه او دهغوى اوسني پلانونه په كابل كې هېڅ همغږي نلري دولسمشر لومړى مرستيال ددولت دمخالف ګوند په پلوي دمخالفينو په گټه پر تبليغاتو لاس پورې كړى او تل دخپلو خبرو پ ترڅ كې ولسمشر كرزي ته سپكاوى كوي چې ددې خبرو پړه هم بايد خپله ولسمشر كرزى په غاړه واخلي. داځكه چې دى په پيل كې مصلحتې كابينه جوړه كړه. كه چېرته دموقتې ادارې  په تشكيل او له هغې نه وروسته په انتقالي اوتر شا يې دجمهوري رياست په ټاكنو كې دې خلكوته صلاحيت او ددولت لوړې چوكى وركړي نواى اوسنۍ راولاړې شوې ستونځې به دومره زور نه اخيسته. په مجموعي ډول يادونه بايد وشي چې افغان دولت اوس له ډېرو مشكلاتو سره لاس او ګرېوان دى او له بلې خوا راتلونكي انتخاباتوته هم وخت نيږدې دى. له دې ټولو مشكلاتو سره پوره مبارزه اوس هم امكان لري چې ترسره شي هغه مبارزه دولسمشر حامدكرزي حاكميت او په چاركې دهغه جديدت دى كه چيرته دې ټكي ته اوس هم پاملرنه وشي په راتلونكي نظام كې به دا ډول ستونځې نه وي