د ناټو دوه پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 11th, 2010


ناټو خبر ورکوی چی نن د افغانستان په جنوب کی د دوی یو پوځی د ماین ښکار او ځای پر ځای ووژل سو ، خو د پیښی ځای او د عسکر هویت یې و نه ښود . لاکن د تیرو تجربو پر اساس ښایی هغه امریکایی وی .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، یو امریکایی عسکر درې ورځی مخکی د پکتیا په زیړوک کی د طالبانو په مخامخ ډزو سره وژل سوﺉ و چی اعلان یې نن وسو .
په دوغو دوو پیښو سره د ناټو عمومی تلفات ۱۷۵۷ ته ورسېدل چی د دې جملې څخه ۱۰۶۴ یې امریکایان دي .

Copyright Larawbar 2007-2024