کور / اسلامي / حضرت بلال (رض) دريمه برخه

حضرت بلال (رض) دريمه برخه

کله د اسلام ستر لارښود نبي پاک عليه السلام وفات سو او د دې فاني نړۍ څخه يې سترګي پټې کړې خارو ته لا نه ؤ سپارل سوئ چي د لمانځه وخت رانژدې سو او حضرت بلال رضي الله تعالى عنه د خلکو په مخ کښي په اذان کول پيل وکړ،کله چي حضرت بلال رضي الله تعالى عنه د اذان د اشهد ان محمدا رسول الله برخي ته را و رسېدئ خپل ګران نبي يې ور په ياد سو د کم چا څخه چي دى هيڅکله نه ؤ جلا سوئ خو اوس يې رحلت کړئ دئ .اواز يې و درېدئ او په ژړا يې پيل وکړ ټول مسلمانان حيران سوه او ټولو ورسره وژړل او د نبي پاک عليه السلام تر رحلت وروسته يې درې ورځي نور هم اذان وکړ چي هر ځل به همدا ځاى ته را ورسېدئ په ژړا به سو او ژړا به يې نه درېده او ټولو نورو مسلمانانو به ور سره ژړل چي کله يې نور د خپل ګران استازي نبي پاک عليه السلام د وفات د غم د لاسه د اذان کولو تحمل نه درلودئ نو يې د حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه څخه د اذان د نه کولو معذرت وغوښت او هغه هم ور سره ومنل او د جهاد دپاره يې د شام و منطقو ته واستوئ او کله چي د مدينې منورې څخه د تګ په نيت ټولۍ ټولۍ سفر کوئ حضرت بلال رضي الله تعالى عنه په لومړۍ ټولۍ کښي سفر وکړئ او د مشق ته نژدې يې په “ داريا” نومي ځاى کښي اوسېدئ. او په دغو ورځو او شپو کښي يې اذان نه کوئ خو کله چي حضرت عمر رضي الله تعالى عنه شام ته ورسېدئ او د حضرت بلال رضي الله تعالى عنه د ليدو ډېره تلوسه يې در لوده تر ډيري مودې وروسته يې وليدئ په ليدو يې ډېر خوشحاله سو او هميشه به يې د هغه ډېر احترام کاوه او کله چي به د حضرت عمر رضي الله تعالى عنه و مخته د حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه نوم واخيستل سو نو حضرت عمر رضي الله به ويل چي حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه زموږ سردار ؤ او زموږ سردار يعني حضرت بلال رضي الله تعالى عنه يې د کفارو د تکليفونو څخه اذاد کړى دئ.

صحابه کرامو تر ډيري مودې وروسته د حضرت بلال رضي الله تعالى عنه څخه د حضرت عمر رضي الله تعالى عنه په مخ کښي د اذان کولو غوښتنه وکړه او ډېر ټينګار يې پر حضرت بلال رضي الله تعالى عنه باندي وکړ چي اذان وکړي او حضرت بلال رضي الله تعالى عنه هم د دوى د غوښتي او ډېر ټينګار په خاطر اذان پيل کړ، د حضرت بلال رضي الله تعالى عنه اواز لا سم نه ؤ پورته سوئ چي حضرت عمر رضي الله تعالى عنه او نور ټولو صحابه کرامو رضي الله تعالى عنهم ور سره په ژړا سوه تر څو چي ږيره مبارکه يې په اوښکو لنده سوه.

حضرت بلال رضي الله تعالى عنه تر مرګ پوري د اسلام د سپېڅلي دين داعى پاته سو او چي کله يې مرګ را نژدې سو او د ژوند اخري سلګۍ يې وې د هر ځل سترګو روڼولو سره به يې لاندي بيت وايه.

غدا نلقي الاحبه……… محمدا وصحبه

غدا نلقي الاحبه……… محمدا وصحبه

چي سبا به ګران ترين ملګري وينو نبي پاک عليه السلام او د هغه ملګري (اصحاب)

نور بيا