کور / تازه خبرونه / برتانويانو د نسوارپلورونکي پر کور بريد وکړ

برتانويانو د نسوارپلورونکي پر کور بريد وکړ

برتانويانو تيره شپه په هلمند کي د يوه  نوسوار خرڅوونکي پر کور د بريد پر مهال د هغه د کور دروازه په بم والوزول او د کور دننه په ډزو کولو سره يې د کور څښتن وواژه او يوه کوچنۍ لور يې ټپي کړل .


حاجى نوراحمدچى دوژل سوى كس وروردى وويل بهر نيولو موړى دكوردروازه په ريموټى بم وه غورځوله اووروسته يي په سراي كى ډزي كولي نوموړى وويل چى ورور يي دخونى څخه څوځلى راويستى اوبيرته يي ننيستى چى دنوموړى دخونى څخه يي دوژل سوى  ميرمن ايستلى اووروسته يي درى گولى وويشت چى وروسته له هغه څخه يي ساه وركړه نوراحمدزياته كه چيرى مي ورور په كوم جرم محكوم وه نو له ځان سره به يي بيولى واي اومحكمه كړى بي واى نوموړي وويل چي ورومي نوسوار خرڅول ولي نوره گناه يي نه درلودل .


يوبل تن چي ددغي سيمي يومؤلوي وه چي محمدحنيف نوميده وويل چي حكومت دي په سيمه كي امنيت ټينگ كړي نوموړي زياته كړه چي مؤجريمين دي وه نيول سي اوسزا دي وركړل سي نوموړي زياته كړه چي دبهرنيو قواو څخه دونده گيله نه لرو لكه دافغان حكومت څخه اوزياته يي كړه چى زموږ ښځۍ اوماشومان دي نه ژړه وي .


خو په هلمند ولايت كي دايساف ځواكونو وياند سايمن نيلر وويل چي تيره شپه دصافيانو په كلي كي داه  ال  ايس ايف په نوم عمليات ووچي دكره معلوماتوله مخي ددوي ځواكونونوموړي كس په دي تور وژلي چي دوسلوالو طالبانو ملاتړي وه چي په ياد سوي عملياتو كي ووه ژل سوخونيلر دنوموړي ماشومي دژوبل كيدو په څه وه نه ويل اوزياته يي كړه چي دماشومي په ژوبليدو نه يوخبر .


دهلمند ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمد حسين دپيښي دتائيد ترڅنگ زياته كړه چي په نوموړي فوځي عملياتو  كي چي ددوي ملي پوليس هم واي نوبه ډيرښه وايي .


ديادوني وړده چي په هلمندولايت كي دايوځل نه دي چي  ددغه ولايت كسان دي دوسلوالوطالبانو دتړاو په تور دبهرنيو ځواكونو په عملياتو كي نه وي وژل سوي .

.