کور / تازه خبرونه / ۳۰۰ سوه بې وزلو كورنيوسره ژمنۍ مرسته وشوه

۳۰۰ سوه بې وزلو كورنيوسره ژمنۍ مرسته وشوه

دميدان وردګو ولايت څه دپاسه درې سوه بې وزلو كورنيوسره ژمنۍ مرسته وشوه


دميدان وردګو ولايت د والي عبدالجبار نعيمي په غوښتنه دتركيې هېواد دبيارغونې دډلې لخوا په ميدان ښار كې دبې وزلوخلكوسره لومړنۍ مرسته وشوه ، په دغومرستوكې ژمنۍ جامې ،بوټونه ، جمپرونه دماشومانولپاره دريشۍ ، ترپالونه او دسونګ مواد شامل وو.


دميدان وردګو والي  وويل ، چې بايددغه مرستې په واقعي ډول  بې وزلو خلكو ته ورسيږي ،هغه زياته كړه چې بايد په ريښتينې ډول سره د خپل هېواد لپاره كاروكړوچې له محتاج ژوند خلاص شو .


نوموړي  وويل چې دبې وزلوسره دمرستولړۍ به جاري وساتي اودنورومرستوپه جلبولوكې به لاهلې ځلې وكړي.


هغه د تركې هيواد دبيارغونې له ډلې څخه مننه وكړه چې دده په غوښتنه يې تېر كال هم څه دپاسه اووه زره كورنيوسره د خوراكې توكومرسته كړې وه.


 


ورپسې دتركې د ولايتي بيا رغونې يا    PRT  استازي تورن هوري


وويل چې دوالي دمشورې سره سم به ددې ولايت سره نورو مرستو ته هم دوام  وركړي


 


 ديادولووړ ده چې دغه مرستې ديو باصلاحيته كميسون له لوري  چې دولايت دمقام لخوا ټاكل شوى ووپه داسې وخت كې وويشل شوې چې دولايت والي عبدالجبارنعيمي ، د تركې هېواد PRT استازي  او يوشمېرولايتي چارواكي هم  ګډون درلود .