کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پښتو ژبه؛ زموږ د افغاني ټولني روح !

پښتو ژبه؛ زموږ د افغاني ټولني روح !

سږ کال  (۲۰۰۸) د ملګرو ملتــونو  د کلتــوري او تعليمي بــرخې  يونسکو لــــه لــــورې د مــــــورنـــيــــو ژبـــــو د کــــــال پــــه  نامــه نومــول شــــوی دئ هــمـدارنــګــه هــر کــال پــه ټــولـه نــړۍ کې  د فبـروری ۲۱ نېټـــه د مــورنۍ ژبــي د ورځـي پــه نــامــه لمــانـــځــل کـــيــږي  . دغــه ليکنــــه د د هـمــــدې منـاسبتـو   پـــه ويـــاړ تـــرتيـــب شـــوې او دلـتـــه وړانـدي کيــــږي    . 



« ژبي د بشريت روح او دهغوی معنوي میراث دي . ژبي زيږي،  وده کوي، پاتيږي اوپه ځينو مواردو کې له مینځه ځي او نابوديږي . که موږ دژبو د خلاصون دپاره تلاښونه کوو نو ددې ګټه پخپله موږ ته رارسيږي  .   موږ بايدخپل ټول  تلاښ د ژبو  د پالني لپاره په کار واچوواو  دا کار يوازي  د  زدکړي د څو ژبنی سیسټم تر سیوري لاندي   تر سره کېدای سي  »



پورتنۍ خبري  د يونسکو د عمومي مدير د وينا هغه برخه وه چې په کال ۲۰۰۴ کې یې د مورنۍ ژبي د نړۍ والی ورځي په مراسمو کې  کړي وې  . اته کاله کيږي چې د فبروري يوه ويشتمه نېټه د مورنۍ ژبي د نړۍ والي ورځي په نامه پېژندل سوې او لمانځنه يې  کيږي  .  نوموړي طرحه د بنګله ديش سره يو ځای چې د خپلي مورنۍ بنګالي ژبي د احيا د پاره يې د پاکستاني واکدرانو پرضد يې قربانۍ ورکړې وې د مورنۍ ژبي د ګڼ شمېر نورو طرفدارانو د انجمنو لخوا په کال ۱۹۹۹ کې د يونسکو په دېرشمه غونډه کې وړاندي او په نړۍ واله کچه يې لمانځنه  تصويب سوه.  تردې دمخه  ژب پوهانو اوژب پېژندونکو لا وختي اندېښنه ښوولې وه  چې که د ژبو دپايښت  په اړه په زړه سواندي او مسؤليت سره چلند و نسي نو په روانه پېړی کې به   په سلو کې د څلوېښتو نه  زياتي  ژبي   د له مينځه تلو  داحتمال  سره مخامخ سي  .



انسانان يود  بل سره د خبرو په وسيله  پېژندل کيږي او معرفت پيداکوي . د ټولني د تکامل بهير په ژبه سره پر مخ ځي ، وده کوي،  او و راتلونکو نسلو ته استول کيږي . که ديوې ټولني څخه د هغوی ژبه وا اخيستل سي نو دهغې ټولني  هويت له مينځه ځي او د پر مختګ څرخ يې په ټپه دريږي . د ژبو څخه د فرهنګي سرمایې په نامه  يادونه  سوېده او هغې ته د ملي پانګي په سترګه کتل کيږي  . کله چې په يوه ټولنه کې  د فرهنګ دساتلو او دهغه د ودې  خبري کيږي نو دا په واقعيت کې ژبه ده چې د ټولني پرون او نن سره تړي او هغه ته وده ورکوي ، دا ژبه ده چې و راتلونکي ته لاره پرانيزي .  د يوه قوم څخه که په خپله ژبه او  يا د يوه فرهنګ څخه که د خبرو ، ليکلو او لوستلو حق واخیستل سي نو دا ظلم د وګړو په مينځ کې د هغوی د طبيعي او انساني مناسباتو د شلولو  معنی  ورکوي . د  ژبو د تنوع  مدافعان وايي چې د سولي فرهنګ هغه وخت غوړيږي چې خلګ یې د خپلي مورنۍ ژبي په ړنا کې دهغه څخه  ګټه واخلي او دهغې په روښنایی کې د خپل طبيعي حق  څخه برخمن سي .



کله چې د يوې ټولني دفرهنګي ودي د ساتني او پالني خبره رامينځته کيږي، نوژبه هم ديوه اساسي عامل په توګه مطرح کيږي. داځکه چې په واقعيت کې  دا ژبه  ده چې تېرسوی او اوسني فرهنګونه سره تړي . په  تيرو درو  پېړيو کې د ژبو د امحاء روند په اندېښمنه توګه مخ پر زياتېدو وو . ان خبره دې ځای ته را رسېدلې وه چې بشر د مياشتي دوې ژبي  له لاسه ورکولې . دغه جريان زياتره د امريکا اواسټراليا په سيمو کې  ليدل کېدلې . ويل کيږي چې همدا نن څه ناڅه درې زره ژبي په جدي توګه د نابودۍ د ګواښ سره مخامخ دي . همدا وجه  ده چې  ژب پوهانو دغه ناره پورته کړېده چې د ژبو د امحا، روند بايد و درول سي  د نړۍ  .



ژبه  په ژوند کې  زموږ دتفکر ، زموږ دکړو وړو او په ټولنه کې د ټولني د تفکر د ډيرو مهمو اجزاوو څخه  شمېرل کيږي  . ډیر کم داسي څوک سته چې ادعا دي وکړي په ورځنيو چارو کې دي په   خپله مورنۍ ژبه  د خبرو څخه خوند وا  نه اخلي . زموږ څخه که هر څوک  هر څومره  د خپلي مورنۍ ژبي نه بغیر پر پر ديو ژبو باندي تسلط ولري خو د خپلو عواطفو او احساساتو د بیان او يا دهغه د درک دپاره  دا يوازي هماغه  مورنۍ ژبه ده چې د لومړي ځل دپاره  د هغې په وسیله خبري اداء کيږي   او يا  د نورو سره د اړيکو د ټينګدو زمينه برابروي    .



د ملګرو ملتو په ۵۵مه غونډه کې دغه خبره په ډاګه سوېده  چې د مورنۍ ژبي نړۍ واله ورځ د فرهنګونو او ژبو تر مينځ د متقابل احترام دروحیې را مينځته کول دي او دا په واقعيت کې داسي  کار دی چې  د فرهنګونو د غوړېدو او بډايني سبب ګرځي . په دې ناسته کې پردې خبري باندي هم ټينګار سوی  وو چې ملګري ملتونه او د يونسکو اداره  باید دداسي لارو چارو په لټه کې سي چې د ژبو د ساتني او ودي لپاره چې   د بشریت ګډ ميراث دی،بايد په ټولو  هيوادو کې  د زده کړي دڅو ژبنیز سیسټم سپارښتنه وکړي  .


ويل کيږي چې  په ټوله نړۍ کې د شپږو څخه تر اوو زرو بیلابیلی ژبي وجود لري . انګليسي ژب پوه ډيويډ کریسټال د ژبو تنوع د انساني تنوع سر معادل ښيي. هغه د يوې ژبي عقلي وړتيا د انسان د بیولوژيکي قوت سره معادل بولي او وایي چې د هري ژبي نابودي د يوې خاصي جهان بیني يا نړۍ ليد د نابودۍ سره پرتله کېدای سي او بس همداسي يوه  معنی لري .


د هندوستان په څير يو ستر هيواد کې  څه ناڅه  ۸۰ ژبي  دخلکو په  ورځني ژوند کې  کارول کيږي ، په افريقا کې ۲۰۰ ژبي وجود لري چې البته تر ټولو زیات  مروجې ژبي یې انګريزي، پرتګالي، هسپانوي او فرانسوي ژبي دي .



په خواشینی سره زموږ په جګړه ځپلي،ګړوب او وروسته پاتې هيواد افغانستان کې د تيرو لسيزو د جګړې د وحشت په کلوکې او ان د روښنفکرانوپه مغزو کې تر دا اوسه پوري  زموږ د هيواد د ملي اورسمي ژبو پښتو او دري سره په خاص ډول دپښتوسره ډېر دښمنانه ،تنګ نظرانه او بې مسؤليته چلند کیږي او په زیاتو مواردو کې سياسي ملاحظات او د پردوو ډيکټو ته تر ملي  او ولسي غوښتونو او ملي مصلحتو څخه ډېر زيات ارزښت ورکول کيږي  .  پښتو ژبه  چې په يوازنۍ توګه زموږ په هيواد کې هم دډېر ویونکو ژبه ده او هم ملي او رسمي  ژبه ده ،نو په هغه توګه چې  ددې ژبي اومظلوم وروسته پاتې خو سرلوړي پښتون ولس حق دی توجه نه ورته کيږي . په زیاتو ټولنيزو خپرونو کې ددې ژبی سره د بر الادښمنۍ چلند کیږي ، نه یوازي  په پښتو ژبه د خپرونو د خپرېدو مخه نيول کيږي بلکه د معينو کړيو لخوا  د ټولو انساني، اخلاقي او افغاني  معیارونو پر خلاف عملاً وهغه ته  سپکاوی کيږي .


 
هغه هيوادونه چې و ډيموکراسۍ ته د ننوتو ادعا کوي او د بې سوادۍ کچه یې د افغانستان په څیر زړه بوږوونکې وي  په داسي هيوادوکې چې اساسي قوانين يې په مورنۍ ژبه د زدکړي حق د اتباعو مسلم حق ګڼي . دداسي يو مسلم حق څخه په یوه هيواد کې د هغوی  بچیان د ملي ژبي دزده کړي او د خپرونو د خپرېدو څخه  محرومول او يا د هغه په وړاندي مصنوعي بنديزونه ايښودل   لوی جسارت غواړي چې کېدای سي د ملي  خيانت سره معادل وګڼل سي  .



په افغانستان کې  پښتو اودري ژبي دواړه  ملي او رسمي ژبي دي    د هغه پالنه، روزنه او درناوی د ټولو افغانانو او هم يې د چارواکو ملي دنده ده . ددې سره نوري  خويندي ژبي هم سته چې په دې هيواد کې د مېشته مساوي الحقوقه لږه کيو وړونو مورنۍ ژبي دي او په هغو باندي ږغيږي د هيواد قانون  و هغه ته درناوی او په خپلو سيمو کې د هغوی تدريس او پياوړتيا په رسميت پېژندل شوی دی  . ټول افغانان په خپل هيواد کې د خپلو ملي او رسمي ژبو پښتو او دري  او نورو ژبوساتنه،پايښت، او پياوړتيا او دهغواشاعه د ځان ملي او افغاني دنده بولي . په داسي ملي دنده کې  هغوی د چا څخه خيرات نه غواړي، د چا احسان نه مني ،سياسي مصلحتونو او ملاحظاتو  او د پردو و ډېکټو ته غاړه نه ږدي . پر هغه باندي معامله نه کوي .   افغانان  خپلي ملي او رسمي ژبي  په خپل جګړه ځپلي  هيواد کې چې د بېسوادۍ کچه يې  ډېره لوړه  ده هغه  هم پالي ا و هم  دهر هغه دولت څخه چې  ځان ملي او ددې وطن خدمتګار بولي  نو ددې وطن بچيانو ته  په خپله ملي  او مورنۍ ژبه د متوازنو خپرونو غوښتونکي دي ، دغه شاني ملي او افغاني دولتونه خپله ملي دنده بولي چې  دهغه دزده کړي  او تدريس لپاره ټوله ممکنه  آسانتياوي  برابري کړي  .  ددې ژبوسره او په خاص ډول د د هيواد د ډېرکيو ژبه ياني پښتو سره  مخالفت  يا تعصب ښودل  اويا  په خپرونو کې دهغه د خپرېدو مخنيوی کول دا په ډاګه د ملی يو والي د  ارزښتونو سره منافات لري . د پښتو ژبه و حاشيې ته  ټېل وهل يو ملي ضد، افغاني ضد او غير ډيموکراټيک عمل دی   او کېدای سي دافغانستان د  غم څپلي هيواد دغمونو لړۍ لا نوره هم  د پردو په تحريک اوږده او پېچلې کړي..
 


نن چې  په اصطلاح د لوېديځي ډيموکراسۍ دبرکته په افغاني  ټولنه کې دګوندونو دجوړېدو بازار ښه تود دی او څه کم سل ګوندونه  اوس راجسټر دي . ددې ګندو مشران د يوه سره خپل ځانونه د افغان ولس  واقعي استازي او د سولي  وروری او د ملي وحدت د اعادې سرښندويه خدمتګاران بولي ، هغوی چې ددې  وطن  اساسي ستونزي په ګوته کړي دي نو د ليري کېدو موارد يې د ځان لومړنۍ دندي  او خپل لوی آرمان ګڼي . ددغه ګوندونو مخکښان  وايې چې  مرامونه اوهدفونه يې ټوله ملي، ولسي،افغاني،مترقي، ډيموکراټيک، عادلانه ، انساني او اسلامي دي ، نو که دغه ګوندونه او د هغوی خپرنیزه  اورګانونه او ويب سايټونه چې ځانونه د ولسي نهضت  د ترقۍ مدعيان  بولي که په دواړو ملی او ولسي رسمي  پښتو اودري ژبو  په هر بهانه چې وي متوازنه خپرونې ونه کړي او د سولي او ورورګلوی په روحيه د هيواد په اوسنۍ کړکېچنه  وضعه کې په دې ژبو   باندي نشرات و نکړي  د وطن د  مظلوم اکثريت  د غوښټونودرناوی او وسولي ته درسېدو لپاره هلي ځلي و نکړي او دا هلي ځلي د هغوی په ملي ژبه پښتو او دري دواړو ژبو انعکاس  ور نکړي، نو هغوی وچا ته خپل   پيغام رسول غواړي ؟ هغه جهادي ، مترقي او ګوندي سايټونه او اخبارونه چې  په خپلو جهادي او يا مترقي  خپرونو کې د شرم آوره تعصب په خاطر  ملي ژبه پښتو د خپلو خپرونو څخه حذف کړېده  نو ددغه  ګوندونو، سايټونو او اخبارو ښاغلي او د مترقي افکارو مخکښان و کوم هیواد او خلکوته د خدمت کولو او د مترقي افکارو د خپراوی  نارې  وهي؟  دوی چې   دترقۍ او معرفت خبري په روسي، فرانسوي، جرمني او انګريزي ژبوپه ډير وياړ سره و بهرنيانو ته خپروي خو د خپل وطن د ربړېدلي اکثريت   په ملي ژبه پښتو شرميږي او نه يې خپروي  نو دوی خپل ايډيالونه او د ترقی او معرفت مرامونه  په کومه ټولنه کې او چاته  پلي کېدل غواړي ؟  دغه ښاغلي چې ځانته د مترقی افکارو خاوندان اوډ يموکراټان او ديوې عادلانه ټولني د جوړېدومخکښان وايي نو ددوی او د هغو مذهبي بنسټپاله جنګ سالارانو  فرق څه دی چې  د تيارو او وحشت ملګري دي ، د مکتب او معرفت  ضد دي او هرڅه  په بمونو کې  الوزول غواړي خو دغه مترقي او ډيموکراټ  متعصبين يې بيا ژبه ور وژني او په خپله  ژبه  هغوی ته د علم او معرفت دروښنيود خپرېدو مخنيوی  کوي .



په دې خبره د چا سر نه خلاصيږي چې ولي يو څوک بايد په خپل وطن کې د خپلي ملي ، رسمي او مورنۍ ژبي په ساتلو،خپرولو، دهغه په تدريس ، د هغه په پاللو او  د علم او معرفت په خپرولو کې بايددهغه   سپکاوی وسي ؟ داټوله مقاومت او په خاص ډول د پښتو ملي ژبي سره دومره دښمنانه جنون او بر الا نفرت هغه هم د روڼ اندو لخوا د څه د پاره تر سره کيږي  ؟  پر دغه ژبه او خلکوچې دغه شاني چپه او راسته مېچن را شروع سوې ده نو آيا دا پروسه ددې دپاره ده  چې دا لوی اکثريت ګني په خپل  پلرني افغاني وطن کې دخپل ټاټوبي او د خپلي مورنۍ ملي  ژبي د تباهۍ ونندارې ته را وبولي   ؟! آيا داسي څه ممکن دي ؟ او که ممکن وي آيا د عادلانه ټولني د جوړښت د پاره دغه شاني عمل يو استعماري، امپرياليستي ، غير عادلانه او غير ډيموکراټيک عمل نه دی ؟



نړۍ واله د ژبپوهني کارپوهان په مورنۍ ژبه د  خبرو او زده کړي و حق ته درناوی وانسان او انسانيت ته درناوی او هغه د سولی د فرهنګ غوړېدل بولې همدا اوس په سویس کې ددې هیواد ولس په څلورو بېلابيلو ژبو ایټالوي، انګريزي، فرانسوي او آلماني ژبو خبري کوي ، يو دبل فرهنګ ته درناوی کوي، خلک خوښ او یو دبل تر څنګ ژوند کوي .



ټولي ژبي د بشريت د لرغوني فرهنګي ميراث يوه ستره خزانه  ده   دهغه سره تعصب ، خصمانه چلند او هر څوک چې په هره بانه  وي هغه ته لمن وهل او هغه ته په سپکه سترګه ګوري نو دا په هر مکتب او مسلک کې په هر دين او مذهب کې او په هره لاره او رسم کې يو نا انساني او غير ډيموکاټيک عمل دی  چې کبیره ګناه ګڼل کيږي  . په هره ژبه کې او دهغې جملې نه زموږ د خوږې ملي ژبي پښتو په متن کې دپېړيو پېړيو پټي خزانې پرتې دي . د دې درنې ولسي او ملي ژبي د ودي او پياوړتيا او زموږ  وبچيانو ته په هغه باندي  تدريس او دهغوی د پوهاوی لپاره د دولتي اورګانونو لخواعملي اومسؤلانه پاملرنه په کارده، همدارنګه زموږ ليکوالانو، ژب پوهانو، اديبانو ،استادانو، اکاډيميسانو، په څه پوهه افغانانو ته په هرځای کې چې اوسيږي په کار ده و خپلو ملي ژبو  پښتو اودري ته  د خپل وس پر اندازه بايد د خپلي ملي وظيفې په  حکم سره  څه وليکي او پرې نږدي په ژبه يې ملنډي ووهل سي او دا ولس د خپل حق د تر لاسه کولو دپاره  د نورو و لطف و کرم ته سترګي په لاره پاتې سي . په مکتبو کې د پښتو او دري ژبو متوازن تدريس ، په خپرونو او ډله ائزه رسنيو کې په پښتو او دري ژبو د  متوازنو ليکنو څخه بايد په  خپل  ګډ هيواد افغانستان کې دوروری، ملي يووالی او د ټولنيز عدالت د روحيې په ټينګېدو کې کار واخيستل سي او دهغه نه بايد په دې هيواد کې مېشته هر افغان دفاع وکړي . پښتو  ژبه چې په دې دريو څلوروو لسيزو کې په هره عرصه کې پر ډاګ پاتې او د رنګارنګه دښمنانو سره مخا مخ ده نو هغې ته دي دهري لاري چې ممکنه وي دخدمت پله بايد درنه کړل سي . کتابونه بايد چاپ سي، ژباړي او  تحليلي ليکني بايد وکړل سي او هغه بيا په ورځپاڼو، مجلو، راډيو ، ټلوېزيون او د انټرنيټ پر مخ د خپلي خوښي ويب پاڼو  کې  بايد  خپرې سې ، هغه دي نني  او راتلونکو نسلوو ته  ورسول سي .پښتو او دري  زموږ دولس ملي  ژبي دي، د هغوی پالنه او ساتنه  پخپله  دافغانانو پر غاړه ده ، دغه ژبي بايد همدوی پياوړې کړي اود اوسنۍ بلاوو څخه يې بايد وژغوري .
 


 هغوی چې ځانونه   زموږ په وطن کې دولس استازي ګڼي  نوهغوی ته خو په لومړي سر کې په کار ده چې زموږ د افغان ولس د ملي هويت استازيتوب زموږ په دواړو ملي پښتواو دري ژبو وکړي په هره نړۍ واله او رسمي غونډه او مطبوعاتي  ناستوکې چې برخه اخلي نو  بايد و نړۍ والو ته زموږ د وطن  ملي هويت او د ملي ارزښتونو معرفت تر هرڅه دمخه بايد لومړۍ زموږ په ملي او رسمي ژبه پښتو  سره وکړي . د پښتو ژبي او د هري بلي وطني ژبي و تدريس، ساتني او پياوړتيا  ته بايد مؤثره عملي ګامونه پورته  کړي او مسؤلانه پاملرنه  ورته وسي .   زموږ ولس او هر ولس  خپله ملي ژبه او خپله مورنۍ ژبه  هم ساتي، هم يې پالي  او هم يې بډايه وي  او خپلو بچيانو ته يې ور زده کوي  . هرڅوک که ددې انساني، ملي، افغاني او مترقي هڅو سره  د  پردو په ډيکټه د پښتو او هري بلي ژبي سره تعصب ښيي نو هغوی به  په دې هېواد کې ددې ټولو ناخوالو او ګډوډيو سره سره  راتلونکې و نلري .



يادونه :


په دې ليکنه کې  د  ملګرو ملتو ديونسکو د لاندي سايټ  څخه استفاده سوېده،


http://portal.unesco.org/education/en/ev.php-URL_ID=19644&URL_DO=DO_TOPIC&URL_SECTION=201.html