کروند ګر : امریکایانو د کوکنارو فصلونه مسموم کړي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 15th, 2010


فرانس پریس آژانس د بزګرانو په حواله خبر ورکوی چی په هلمند او کندهار کی د امریکایانو او برتانویانو لخوا د کوکنارو پر فصلونو باندی کیمیاوی مواد سپرې ( شیندل ) سوي چی له امله یې فصلونه خراب او په نباتی ناروغیو مبتلا سوي دي . هغوی وایی چی امریکایانو او برتانویانو دا کار په پټه کړی دی تر څو د کروندګرو نارضایًیت و نه پاروی . بزګران وایی چی هغوی موږ ته د کرلو عوضی نباتات نسی راکولای نو ځکه زموږ سره لوبه مخته بیایی . دا کار به د بزګرانو عاید له مځکی ووهی او ښایی د طالبانو پر لیکو ور اضافه سی .
ناظرین وایی چی له همدې امله به سږ کال د تریاکو پیداوار د دغو کیمیاوی موادو د شیندلو له کبله خورا لږ سی او امریکایان به هغه یو لوی برﺉ وګڼی .

Copyright Larawbar 2007-2024