امریکا یو مسلمان سوﺉ امریکایی تبعید کړ

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 15th, 2010


فرانس پریس آژانس لیکی چی امریکا یو ۲۹ کلن مسلمان سوﺉ امریکایی ( ریمونډ ارل نېبل ) چی کولمبیا ته تللی و ، او بیا له هغه ځایه مکسیکو ته تللی و ، اوس بیرته امریکا ته نه پریږدی . ریمونډ چی کله په مکسیکو کی طیارې ته وخوت نو چارواکو ورڅخه وپوښتل چی ته مسلمان یې ؟ تر دې وروسته یې ۱۵ ساعته کښېناوه او د اسلامی عقیدې په باره کی یې ډیری پوښتني ځنی وکړې .
خبر زیاتوی چی امریکا اوس ریمونډ ته اجازه نه ورکوی چی بیرته امریکا ته ستون سی . امریکا یو شمیر نورو مسلمان سوو امریکایانو ته هم اجازه نه ورکوی چی بیرته امریکا ته ستانه سی .
تیره هفته د کانګریس وکیلانو یوه لایحه وړاندی کړه چی د هغه تر منظورېدو وروسته به د هغو امریکایانو تابعیت سلب او بیرته ورڅخه واخیستل سی چی د بنسټ پالو اسلامی ډلو سره تړاو لری .
دې کار د بشری حقوقو جوړښتونونه او مدنی ټولنی ځکه په تشویش کی اچولي چی هغه د امریکا د اساسی او مدنی قانون پر خلاف بولي .
خو شنونکي معتقد دي چی په امریکا او اروپا کی اوس هره میاشت په سلګونو خلک په اسلام مشرف کیږی چی دې کار لویدیځ چارواکی وارخطا کړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024