شهزاده ترکی : امریکا افغانستان نسي سمولائ
فرانس پریس آژانس د ریاض څخه راپور ورکوي چي د سعودي عربستان د استخباراتو پخوانی لوی ریًس او په واشنګټن کښي پخوانی سفیر شهزاده ترکی الفیصل واشنګټن ته خبرداری ورکړئ چي امریکا د افغانستان حالات نسي سمولائ .
ده په ریاض کښي دیپلوماتانو ته وویل چي « افغانستان اوس دې ته اړتیا لري چي د دولت جوړوني له حالته د تروریسټانو سره د مقابلې حالت ته واوړي . بارک اوباما باید په دې خطا نه ایستل سي چي دی د افغانستان ناخوالي صرف په پوځي طریقه سره هوارولائ سي . تر څو چي امریکایي پوځیان په افغانستان کښي وي ، نو به د افغان ولس د مقاومت او هم به د عقیدوي اجیرو د مقابلې سره مخامخ وي . بلکي تروریسټان باید د پولي پر دواړو خواوو ښکار یا ونیول سي او یا هم ووژل سي او ژر باید ورڅخه راووزي او افغانان پریښودل سي چي خپلي ستونزي پخپله حل کړي . »
ده د واشنګټن او کابل د ترینګلو اړیکو په هکله وویل چي « دواړي خواوی اوس د نارضایًیت څخه تر پزي راغلي او د دواړو د خولې خوند خراب دئ . هغوی دواړه څنګه د دې وضعي څخه راوتلائ سي ؟ زه خو نه ورته پوهیږم . »
شهزاده ترکی اوس رسمي دنده نه لري خو د فعلي خارجه وزیر شهزاده سعود الفیصل ورور دئ او ښایي د هغه تر تقاعد وروسته خارجه وزیر سي .
څیړونکي ګومان کوي چي د شهزاده ترکي دا شدیدالحنه څرګندوَنه ښایي د سپیني ماڼۍ غبرګون او خپګان را وپاروي .