کور / سپورټي / انګلستان د کرکيټ نړۍ وال اتل سو

انګلستان د کرکيټ نړۍ وال اتل سو

د کرکيټ د نړۍ والو شل آوريزو سياليو وروستۍ لوبه نن د انګلستان او اسټراليا ترمنځ وسوه.
اسټراليا پچه وبايله او انګلستان د بيټينګ بلنه ورکړه، چي د شپږو لوبغاړو په سوځېدو يې ١٤٧ منډي جوړي کړې.
انګلستان د لوبي په دوهم پړاو کي د درو لوبغاړو په سوځېدو د اسټراليا له خوا ورکړل سوئ هدف په ١٧ آورونو کي پوره کړ او د ٢٠١٠ کال د نړۍ والو شل آوريزو لوبو کپ يې وګاټه.