کور / طنز / دبهایي جان په شعرونو کې طنز

دبهایي جان په شعرونو کې طنز

دبهايي جان اصلي نوم  بهاوالدين وو، چې د اتــش نفس محمد يار (چې د کندهار له  ولیانو څخه وو)  زوی، د محمد امين لمسی اود خا لقداد کړوسۍ وو.
 هغه خپله  د ځان په هکله  په خپل  کتاب «چلتار نامه مدینه» کې  لیکي :
زه د« ۱۲۷۰ ه .ش » کې  د کندهار په غندان کې زیږېدلی یم پلار مي محمد یار مشهور په اتش نفس چې د هیواد یو لوی ولي وو دی ،چې په غزني کې د سلطان محمود غزنوي د روضې تر  څنګ پروت دی.
دی زما نوم بهایی جان
اصلی ځای زما غونډان دی
دی پلار زما محمد یار
په هر ځای کی معلومدار دی
بهایی جان صاحبزاده د عمر ډېر کلونه د غونډان په کلی کې تیر کړي  بیازابل او وروسته یې د لوگر ولایت د څرخ سیمې ته کډه کړې ده.
هغه ځان  د افغانستان څو ولایتونو ته منسوب بولي او وایي:
 غزنوی بهایی جان دی ځای یې څرخ وطن غونډان دی
هغه خپل هم دوره شاعرانو  یادونه  داسې کوي.
 دی بېجان په کندهار کی ملڼ جان په نڼرهار کی
خسته ناست دی په مزار کی اشقری په شور بازار کی
هغه وايي:

یار می د کابل دی زه بلبل د کندهار یمه
 اوس په لاله زار د څرخ وطن کی په گفتار یمه
هغه خپلی زده کړی په کویټه کې  له ابو الخیر دهلوی ( ر ح) اوله پیر عبدالسلام بغدادی  (رح)  څخه تر سره کړي دي.
هغه ډیر مریدان لرل  اویوه خانقا هم د هغه  په نامه په  لوګر کې شته.
 هغه په پښتو ، دري او عربي ژبو شعرونه لري او تصنیفات يي اتلسو ته رسیږي. هغه خپله وايي:
زما نوم بهایی جان دی
اصلی ځای زما غندان دی
په نسب سید زاده یم
په لقب صاحبزاده یم
ما جور کړی دی جنابه
په شمار اته لس کتابه
د هغه کلام ساده او د خلکو په روانی ژبې  دی . له محتوا له مخي یې ډیر ه برخه ورم  اووراشه جوړوي  اوان کله کله  د پوهو خلکود پوهوی لپاره طنزی ژبه کاروي او په کنايو خپل ورمونه د عبرت سره یوځای  ورسوي.
 په دې لاندې بیت کې د انسان ښکلا او  شخصیت په  ښو کالو اغوستلو  نه بولی هغه  د انسان صفا د انسان ښکلا بولي  او وايي :

 خیرن گرځه صفا زړه بهایی جانه
زېب د بخمل په جامه نه وی د انسان

بیا په ګېله د دنیا ظاهری ژوند  مزو او چړچو ته وایي: ته ولي  پرهیزګاران ګناه ته کشوې او ایمان یې خرابوې؟

ته چي ناز و کرشمې عیانوې
 زړه مي ولي ورانوې
 زاهدان د زمانې مستانوې
زړه مي ولي ورانوې
 هغه لکه  نورو ړناندو، لیکوالانو او شاعرانو د سمون پلوی  وو.نا پوهې اوبې علمې ټولنیزې بلاوي بولي اوپه خپلو ډېرو زیاتو غزلو او شعرونو کې دا بلا غندي ، بېځایه مغرورو واکلرونکو ته د کرکې په سترگه گوری هغو ته دطنز په ژبه وایي : په دې ظاهري کالو او رتبو ستاسو اصل نه پوټیږي  او نه ورکیږی ځان خپله مه غولوی!
هغه په طنز سره په ډیرو ساده کلمو  مکارانو ته  وايي:
 درڼرېز کره چغال و ورغلی
 د دېوال تر سایه لاندی غلی غلی
قصابی وه مدعا یې د چرگانو
 وارخطا د خم په میان کی و لوېدلی
سو چی را وخوت ځان عجب ورته ښکاره
 شین زرغون لکه ملڼ و لڼ وهلی
 غره ته ولاړی د گیدړ کره مېلمه سو
 گیدړ ووېل دا به څوک وی خدای ساتلی
 ښه لباس د بزرگانو عجب ځوان دی
 بخت لرم چی زما کورته دی راغلی
 چی پرسان یې ځینی وکړ چغال ووېل
ښاغلی زه په اصل شهزاده د چین
 زرغونه قبا می گوره د بخملو
کلی  زما له رڼه ښایسته دی کور او
 گیدړ وویل ته بې شکه شهزاده یې
 ستا صفت می لا پخوا دی اورېدلی
 چغال پورته کړ آواز د زړه له جوشه
 آواز نه و گویا خر و هڼېدلی
نه یې چغال یې گیدړ وویل شهزاده
 هی افسوس دی چی ما نه وې پېژندلی
بهایی څوک چی اصل بدلوی جانه
په مجلس کی به هر ځای وی شرمېدلی
د هغه یو دري شعر چي د افکار جنون نومیږي داسې صوفیږم  غندی؛ هغه صوفی یوه  بې ثمره ونه  بولې او وایي بې وزره مارغه هواته نشوای پورته کېدلی.

دیوانه محبت پروای سر ندارد
سینا چون نی بنالد موسی خبر ندارد
اسرار باده گفتم پیران خانقارا
این رشتهای نازک تاب گهر ندارد
صوفی زطعن مردم اسوده برکناره
دایم بخواب رفته شاخی که برندارد
عاشق صفت نباشی تا بی ادب نگردی
فکر هواست باطل مرغی که پر ندارد
ازاده سرو کوهی از خلعت بهاری
درویش خانه خالی سودا ی زر ندارد
د مینې لیونی سودا دسر کله لري
د سینا غره له زار ژړا موسی  خبر کله لري
د شرابو راز می ووایه  د خانقا پیرانو ته
دا نازکي رشتې د ګهر تا ب کله لري
صوفی د خلکو له بدو خبرو هوسا اوګوښه دی
تل ویده وي  هغه څانګه چې ثمر نه لري
چې عاشق صفته نه اوسې نه  بې ادبه کیږي
د هوا سوچ غلط دی هغه مارغه ته  چی وزر نه لري
د غره ازاده سرود پسرلي له خلعته
لکه  ملنګ تش کور سودادزر نه لري

بهائي جان صاحبزاده رحمه الله  مړينه داسې  طنزی انځوروي:
دتاپه زړه چارې مې وكړې
اوس مې سالو په مخ راپرېږده خوب راځينه
اخځونه
Lekwal.com/fullstory-1
Ariaye.com/dari6-2
Bloguna.com-3