راپور : د ناټو پر پوځیانو هره ورځ ۴۰ حملې کیږی

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 16th, 2010


د انګلستان « انډپنډنټ » ورځپاڼه راپور ورکوی چی طالبان د ناټو پر پوځیانو هره ورځ څلویښت حملې کوی چی دا په تیر کال کی د هغوی د حملو دوه چنده ډېرښت دی . راپور وایی چی طالبانو تیر کال ( یعنی په ۲۰۰۹ کی ) پر بهرنیو پوځیانو څه نا څه یوویشت زره ( ۲۱۰۰۰ ) حملې کړي وې چی دا د ۲۰۰۸ کال څخه ۷۵٪ زیاتوالی ښیی . راپور زیاتوی چی د طالبانو دحملو دغه زیاتوالي تلفات هم ورسره زیات کړي دي . یوازی ۱۳۷ برتانوي پوځیان په تیرو پنځه نیمو میاشتو کی زخمیان او معیوب سوي او ۴۰ هم وژل سوي دي او د جنګ ابتکار د طالبانو سره دی .

Copyright Larawbar 2007-2024