مسافر خوب
برايي مي خوب ليدى چي مخ پر ښار ځم
له پردۍ مېني پر لور د كندهار ځم
په تندي كي مي سجدې ورته ساتلي
په زيارت مي د مسجد د مور او پلار ځم
د زاغانو جنازې له باغه وزي
شين طوطي رنګه چمن ته په چيغار ځم
پروانه يم پر زخمي ګلونو ګرځم
په لېمو د رقيبانو لكه خار ځم
د ازل وعده مي وړي د نصيب كور ته
په اغزيو كي ور لغړم پر انګار ځم
د رنځورو كنډوالو اسوېلي اورم
طبيب نه يم تش كتو ته د پرهار ځم
له زرينو پنجرو مي وزر خلاص كړ
سوځېدلي ګلستان ته په اختيار ځم
لا نسكوري بنګلې په ساندو ژاړي
لا تپوس ته د زخمونو د بيمار ځم
له شهيدي ويني څاڅي له بګړيو
لا د مرګ د قافلو سره پر لار ځم
لا يتيمو ګرېوانو ته اوښكي ګوري
لا زلميو هديرو ته په كوكار ځم
لا زګېروى دى د قبرونو د جنډيو
لا د اوښكو د جرګو سره رويبار ځم
نن له مځكي او آسمانه ګيله من يم
چي د مستو ځوانيمرګو تر مزار ځم
نور تر مرګه مرور يمه آسمانه
چي له جوره دي پاتا ته د دلدار ځم
جهاني لېونى مه بولئ يارانو
چي د يار كوڅې ته ځمه نو هوښيار ځم