امريكايي ځواكونه: د بګرام په بريد كي مو نږدې 12 بريد كوونكي وژلي

56 | مې 19th, 2010


په افغانستان كي مېشت امريكايي ځواكونه وايي، د كابل په شمال كي يې د بګرام پر پوځي اډه له بريد وروسته نږدې دولس بريد كوونكي وژلي او د اډې په شاوخوا سيمو كي د پلټني عمليات لا هم دوام لري.

امريكايي ځواكونو په يوې خپرې سوي اعلاميې كي ويلي، چي په وژل شوو كسانو كي څلور تنه ځان وژونكي حمله كوونكي و.

په اعلاميه كي همداراز راغلي چي په دغه حمله كي نه امريكايي عسكر ټپيان سوي او يو قراردادي يې وژل شوى.

د راپورونو له مخي يوشمېر وسله وال طالبانو نن سهار څلور بجې د امريكايي ځواكونو په تر ټولو ستر مركز د بګرام پر پوځي اډې حمله وكړه او د څو ساعتونو لپاره يې مقاومت وكړ.
بلخوا د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد له نامعلوم ځاى نه په تليفون ازادي راډيو ته ويلي، چي په بريد كي شلو كسانو برخه اخيستې وه، چې اوه تنه يې وژل شوي او نورو يې له سيمي وتلي دي.

»

Copyright Larawbar 2007-2024