چارواكي: خرابي هوا د لوېدلي الوتكي د لټون عمليات ځنډولي

56 | مې 19th, 2010


افغان چارواكي وايي، خرابي هوا په سالنګونو كي د پامير هوايي شركت د رالوېدلي الوتكې د پيدا كولو هلې ځلې له خنډ سره مخ كړي دي.

د هوا او ځمكې له لاري د افغان ځواكونو او د سيمي خلكو، د تيرو درو ورځو په هلو ځلو كي تر اوسه د الوتكي د رالوېدو د سيمي چي درې څلويښت تنه په كي سپاره و، درك نه دى معلوم شوى.

د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وياند ننګيالي كلاتوال ازادي راډيو ته ويلي، چي نن هم د دوو هليكوپترو په وسيله يوه عمله سيمي ته ولاړه، خو د هوا د خرابوالي له امله بيرته راوګرځېده.

په دغه الوتكه كي چي، له كندزه څخه كابل ته روانه وه، اته ديرش تنه مسافر او پنځه تنه عمله سپاره وه.

»

Copyright Larawbar 2007-2024